ایکنا – (تهران) د افغانستان په چارو کې د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر ځانګړي استازي او په کابل کې د ایران سفیر حسن کاظمي قمي وویل، د هیرمند د اوبو د تړون ځینو مادو ته د افغانستان پابندي، د ښه ګاونډیتوب او د اعتماد په رامنځته کولو کې د رغنده تعاملاتو د پیلیدا مثبته نښه ده.
د خبر لمبر: 3487821 خپرونې تاریخ : 2023/08/21
ایکنا – ( کابل ) د افغانستان د عامې روغتيا وزارت په يوه اعلاميه کې ويلي، چې د پنځو کالو کم عمره څه باندې یوولس ميليونه ماشومان به د پوليو يا ګوزڼ نارغۍ په وړاندې واکسين شي.
د خبر لمبر: 3487820 خپرونې تاریخ : 2023/08/21
ایکنا – (عراق) د عراق د بهرنیو چارو وزارت ویندوی احمد الصحاف وویل، عراق د پاکستان ، لبنان ، افغانستان او یمن وګړو لپاره د حضرت امام حسین (ع) د اربعین په مراسمو کې د ګډون لپاره وړیا ویزه ورکوي.
د خبر لمبر: 3487813 خپرونې تاریخ : 2023/08/20
ایکنا – (افغانستان) د سره صلیب نړیوالې کمیټې د مالي محدودیتونو له امله د اګست میاشتې تر پایه په افغانستان کې له ۲۵ روغتونونو سره د مرستو د پای ته رسولو احتمال اعلان کړ.
د خبر لمبر: 3487810 خپرونې تاریخ : 2023/08/19
ایکنا – ( کابل ) د ۲۰۲۱ کال د آګست له پنځلسمې نېټې څخه په افغانستان باندې د طالبانو له واکمنېدو راهیسې په دغه هېواد کې د رسنیو لپاره یولړ محدودیتونه رامنځته شوي او تراوسه ډېر خبریالان او د رسنیو خاوندان نیول شوي دي.
د خبر لمبر: 3487803 خپرونې تاریخ : 2023/08/17
ایکنا – (تهران) د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان په افغانستان کې د پراخ بنسټه حکومت پر جوړولو او د دغه هېواد د وګړو د ستونزو پر حل کولو ټینګار وکړ.
د خبر لمبر: 3487793 خپرونې تاریخ : 2023/08/16
ایکنا – (ملګري ملتونه) د نړیوال تعلیم لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ګورډن براون ویلي، چې طالبانو له زده کړو د نجونو او ښځو په منع کولو سره له بشري حقونو تر ټولو سخته سرغړونه کړې ده.
د خبر لمبر: 3487774 خپرونې تاریخ : 2023/08/12
ایکنا – ( کابل ) د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت چارواکو ویلي چې، په تېر کال کې له بېلابېلو هېوادونو څخه د ۸۰۰ افغانانو جسدونه افغانستان ته راوړل شوي دي.
د خبر لمبر: 3487770 خپرونې تاریخ : 2023/08/10
د یوه خبریال د خبرو اورېدل چې د جګړې کیسه کوي
ایکنا – ( کابل ) خبریالي بې ډاره د خطر ډګر ته تلل دي.
بهنام یزداني په افغانستان کې د ایران د اسلامي جمهوریت د راډیو او ټلویزیون خبریال دی، چې د کابل له سقوط څخه نیولي بیا د امریکايي پوځیانو تر وتلو پورې د هغه روایتونه د رسنیو له خورا یو له دقیقو خبرونو څخه وو.
د خبریال د ورځې په مناسبت، د افغانستان د کړکېچنو حالاتو له روایتوونکي سره خبرې کړې دي. له موږ سره پاتې شئ.
د خبر لمبر: 3487763 خپرونې تاریخ : 2023/08/09
ایکنا – ( کابل ) په افغانستان کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر تینګار وکړ: امریکا غواړي افغانستان د ګاونډیانو لپاره په بحراني سیمه بدل شي.
د خبر لمبر: 3487761 خپرونې تاریخ : 2023/08/09
ایکنا – ( کابل ) د بشري حقونو او پراختیا لپاره د آسیا فورم مجمع (FORUM – ASIA) په یوه بیانیه کې ویلي چې افغان هزاره شیعه د یوې مذهبي ډلې په توګه، د "ورو ورو نسل وژنې" له جدي خطر سره مخ دي.
د خبر لمبر: 3487753 خپرونې تاریخ : 2023/08/07
ایکنا – (نړۍ) د ملګرو ملتونو تعلیمي اداره، یونسکو وايي چې په نړۍ کې تر ۱۱۸ میلیونه ډېرې نجونې له زده کړو بې برخې دي.
د خبر لمبر: 3487749 خپرونې تاریخ : 2023/08/07
ایکنا – (افغانستان) د کابل - کندهار پر لویه لار د مسافر وړونکي بس د چپه کېدو له امله یو تن مړ او ۱۹ نور ټپیان شوي دي. دغه راز په زابل ولايت کې سيمه ايزې سرچينې هم وايي چې په دې ولايت کې د يوې ترافيکي پېښې له امله يو تن وژل شوى او څلور نور ټپيان دي.
د خبر لمبر: 3487747 خپرونې تاریخ : 2023/08/06
ایکنا – ( کابل ) په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د کډوالو د چارو وزیر وویل: مرستندویې موسسې پر خلګو باندې د نغدي مرستو د وېشلو پر ځای باید د کاروبارونو او کاري فرصتونو د رامنځته کولو هڅه وکړي.
د خبر لمبر: 3487746 خپرونې تاریخ : 2023/08/06
ایکنا – ( امریکا) په ملګرو ملتو کې د امریکا دايمي استازې وویل چې واشنګټن د طالبانو سرپرست حکومت په رسمیت نه پېژني.
د خبر لمبر: 3487729 خپرونې تاریخ : 2023/08/02
ایکنا – ( کابل ) د سرپرست حکومت د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال شېرمحمد عباس ستانکزي په کابل کې د ترکيې له سفير جهاد ارګين اي سره په کتنه کې ویلي چې له افغان کډوالو سره بايد د نړيوالو قوانينو له مخې چلند وشي.
د خبر لمبر: 3487711 خپرونې تاریخ : 2023/07/31
په افغانستان کې سېلابونه
ایکنا – (میدان وردګ) په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (OCHA) اعلان کړی، چې په میدان وردګو ولایت کې د وروستیو سېلابونو له امله له زیانمنو شویو څه باندې ۱۰۰۰ کورنیو سره مرستې شوې دي.
د خبر لمبر: 3487699 خپرونې تاریخ : 2023/07/28
ایکنا – ( کابل ) د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د پکتیکا ولایت پر برمل ولسوالۍ د پاکستاني پوځیانو توغندیز بریدونه غندلي دي.
د خبر لمبر: 3487698 خپرونې تاریخ : 2023/07/28
د محرم الحرام د میاشتې لسمه
ایکنا – (تهران) نن جمعه د ۱۴۴۵ هجري قمري کال د محرم الحرام د میاشتې لسمه (د ۲۰۲۳م کال د جولای ۲۸مه) د حسیني عاشورا ورځ ده.
د خبر لمبر: 3487696 خپرونې تاریخ : 2023/07/28
ایکنا- (تهران) د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ یو پریکړه لیک تصویب کړی چې د سپیڅلو کتابونو پر وړاندې هر ډول تاوتریخوالی او د هغوی سپکاوی د نړیوالو قوانینو څخه سرغړونه ده.
د خبر لمبر: 3487695 خپرونې تاریخ : 2023/07/27