IQNA

عراق د پاکستان ، افغانستان ، لبنان او یمن وګړو ته وړیا ویزه ورکوي

16:16 - August 20, 2023
د خبر لمبر: 3487813
ایکنا – (عراق)  د عراق د بهرنیو چارو وزارت ویندوی احمد الصحاف وویل، عراق د پاکستان ، لبنان ، افغانستان او یمن وګړو لپاره د حضرت امام حسین (ع) د اربعین په مراسمو کې د ګډون لپاره وړیا ویزه ورکوي.

ایکنا د پارس ټوډې په حواله خبر ورکوي چې، د ۱۴۴۵ هجري قمري کال د صفرې په شلمه نېټه  د کربلا په دښته کې د سالار شهیدان حضرت امام حسین علیه السلام او د هغه حضرت د وفادارو یارانود شهادت د څلویښتمې ورځ ده او زایرین په دغه ورځ د نړۍ له بېلا بېلو هېوادونو څخه  د اربعین په مراسمو کې د ګډون لپاره کربلا ته ورځي .

احمد الصحاف دې ته په اشارې سره چې په اسلام آباد کې د عراق د بهرنیو چارو وزارت دفتر د پاکستاني زایرینو لپاره وړیا ویزه صادروي زیاته کړه په تهران ، کرمانشاه  او اهواز کې هم زموږ دفترونه د پاکستاني او افغانستاني زایرینو لپاره وړیا ویزه صادروي .

مخکې  د عر اق د ګډو عملیاتو د قوماندانۍ ویندوی تحسین الخفاجي ویلي وو  چې داربعین د مراسمو لپاره عراق ته د څه د پاسه ۵ میلیون زیراینو د سفر احتمال ورکول کېږي .

https://parstoday.ir/ps/news/world-i137380

captcha