IQNA

د علمي څيړنو په اساس ،د روژې ساتنې څه ګټې دي؟

14:43 - April 07, 2024
د خبر لمبر: 3489008
ایکنا – د امریکا د سلامتیا د اطلاعاتو ویب پاڼې (healthline )   د هغو  څيړنو ټولګې نتیجې خپرې کړې  چې  د روژه ساتنې په باب شوي دي .

روژه ساتل یو داسې عمل دی چې له پیړیو مخکې راهسې په ډيرو دینونو او کلتورونو کې شته  او د یوه عبادت په توګه ،  یو دیني عمل یا حتی یوه درملیزه رودې په توګه ورڅځه   استفاده شوې ده. په پخواني طب کې ،  د بقراط ، فیثاغورث، او ابن سینا په څير لوي طبیبانو په روژې سره دځينو ناروغیو درملنه  کوله.

 په وروستیو میاشتو کې د انسان پر بدن  د روژې په اغیزو باندې ډيرې علمي څيړنې شوي دي .د امریکا د (healthline)  په نامې سره د سلامتیا  داطلاعاتو ویبسایټ د روژې ځینو  داسې غووره ګټو ته اشاره کړې ده چې  په علمي څيړنو کې ثابتې شوي دي.

د خپرو شوو څيړنو په اساس، روژه ساتل  له سباؤن  څخه د لمر تر لویدو پورې  تر یوې میاشتې پورې ،  په انسولینو سره  د مقاومت په کمیدا سره د و ینې د شکرې یا شوګر  کنټرولول پیاوړي کوي. په حقیقت کې  روژه ساتل  له انسولینو سره د مقاومت په  کمیدا سره  له انسولینو سره  دتاسو د بدن حساسیت  زیاتولی شي  او تاسو ته دا امکان درکوي، چې ګلوکوز د وینې له بهیره د تاسو سلولونو ته منتقل کړي. دا  چاره  د وینې د شکرې په کمیدا او  په شکرې یا شوګر د ککړتیا په مخنیوي کې اغیزشیندي.

روژه ساتل همداراز  په بدن کې موجد التهابونه کموي او له دې لارې  د سلامتیا له لوړتیا سره مرسته کوي.

 په یوسلو لسو  غّټو او چاغفو کسانو باندې په یوې بلې مطالعې کې  ښودل شوې چې د ډاکټر په څارنې سره تر څلورو اونیو پورې د  روژې ساتل  د وینې دبآؤ یا بلډ پریشر او همداراز د وینې د کلیسیریډ متوازن کوي  او بد کلسټرول( ایل ډي ایل) کموي. همدرااز روژه ساتل  د کلوري د مصرف په کمیدا سره اوا د مټابولیزم په زیاتیدا سره  د  وزن له کمیدا سره مرسته کوي. اصولا  ټول خوراکی رژيمونه  دترلاسه شوو کلوري په کنټرولولو سره ،هڅه کوي ، د تاسو وزن کم کړي . په داسې حال کې چې دغه چاره په روژې ساتلو سره په آسانۍ سره ترلاسه کیږي.

په روژتیانو باندې  دڅيړنو یوه ټولګې  ښودلې ده ، روژه ساتل  د (HGH) د ودې د هورمنو ترشح زیاتوي .دغه هورمون د بدن په جوړولو کې او د عضلو یا  پَټو (وژې) په زیاتولو کې اصلي رول لري. همداراز  پر  حیواناتو باندې کلینکي یو شمیر څیړنو ښودلې ده روژه ساتل  بوډاتوب ځنډوي  او عمر زیاتوي . هغه موږکان چې  وږي ساتل شوي (یعنی د روژې په پروګرام کې ورڅخه  استفاده  شوې ده )،د عادي موږکانو په نسبت ئې لازیات عمر درلودلی دی. همداراز روژه ساتل  ممکنه ده  د سرطان په مخنیوي کط هم مرسته وکړي او  د کیمیکل درملنې اغیزې زیاتې کړي.

  روژه ساتل  پر بدني اغیزو سربیره، ډير نفسیاتي اغیزې هم لري چې  په هغو کې د سټریس  له کنټروولو  او په ژوند کې د تاؤتریخوالی رامینځةکونکو شرائطو په وړاندې د طاقت  له زیاتولو سره مرسته شامله ده.

captcha