IQNA

پاکستان له ایران سره د اړیکو پراختیا ته ډير اهمیّت ورکوي

6:40 - April 03, 2024
د خبر لمبر: 3488989
اکینا- په پاکستان کې د ایران د اسلامی جمهوریت  سفیر رضا امیري م قدم  پرون د پاکستان له لومړي وزیر شهباز شریف سره په کتنې کې  په دغه هیواد کې  وروستیو پارلیماني اتنخاباتو په ترتولو ښه ډول دترسره کیدا او دهغه د حکومت د  جوړولو په باب  ورته مبارکي ووئیله .

ایکنانیوز د ایرنا  له قوله راپور راکړ، د پاکستان لومړي وزیر په اسلام اباد کې د ایران د اسلامی جمهوریت  له سفیر سره په کتنې کې  په تیر کال کې په سرحدي سیمې کې د ایران د اسلامی جمهوریت  له ولسمشر سره  خپلې وروستۍ کتنې او ددواړو هیوادونو د اقتصادي او تجارتي ملګرتیاؤ د پراختیا اهمیّت  ته په  اشارې سره ټينګار وکړ،  اسلام اباد  له تهران سره دخپلو اړیکو لپاره  ډير زیات اهمیّت ته قایل دی .

په پاکستان کې د ایران د اسلامی جمهوریت  سفیر رضا امیري م قدم  پرون د پاکستان له لومړي وزیر شهباز شریف سره په کتنې کې  په دغه هیواد کې  وروستیو پارلیماني اتنخاباتو په ترتولو ښه ډول دترسره کیدا او دهغه د حکومت د  جوړولو په باب  ورته مبارکي ووئیله .

دواړو لورو د شهباز شریف د رسمي  بلنې په اساس پاکستان ته د  ایران د اسلامی جمهوریت د ولسمشر ابراهیم ریئسي  د راتلونکي سفر  په باب  دنظر تبادله وکړه او  ددغه سفر د بریالیتو بلباره  ددواړو هیوادونو پر ځانګړي اهتمام ټينګار وکړ.

 

د پا کستان لومړي وزیر شهباز شریف  همداراز  په ایران کې د پارلیمان او خبرګانو شورا وروستیو   انتخاباتو په بریالیتوب  سره دترسره کیدا په اړه مبارکي هم ووئیله.

د پاکستان لومړی وزیر او دایران سفیر  په دوام کې  ددواړو ګاونډيو هیوادونو د ورورولۍ  داړیکو پر غوره اهمیّت  او د سرحدي تجارت په پراختیا په ځانګړي تمرکز سره  د مناسبو اقتصادي او تجارتي مناسباتو د لوړتیا په ضرورت ټينګار وکړ.په دغې کتنې کې همداراز په نړیوالو ټولنو په تیره بیا د فلسطین  او غزې تړانګې د وروستیو حالاتو  په باب د ایران او پاکستان  ددوو مسلمانو او وروڼو هیوادونو  د همغږئ او یوه خوله کیدا په ستاینې سره ، د صهیونیسټ رژيم د جنایتونو د دوام د مخنیوي او  دفوري اوربند  په ضرورت ټينګار وکړ.

تاکید نخست‌وزیر پاکستان بر گسترش روابط با ایران + فیلم

د پاکستان لومړي وزیر  همدرااز د کشمیر له مسلمانانو څخه په ملاتړ کې د ایران د اسلامی جمهوریت  ددریځونو په قدرونې سره ، د تجارت، دانرژۍ د ملګرتیاؤ ، د سړک اوریل پټلیو  دارتباط ، کلتوري مبادلاتو ، او له ترهه ګرۍ سره د مبارزې او دامنیتی  ملګرتیاؤ  دپیاوړتیا  لپاره د دواړو هیوادنو د ملګرتیاؤ په ضرورت ټينګار و کړ.  

https://www.irna.ir/news/85432503

captcha