IQNA

د عباسي مقدس آستان له خوا د امام حسن مجتبی(ع) د نیکمرغه میلاد جشن(انځوریز راپور)

14:48 - March 28, 2024
د خبر لمبر: 3488958
ایکنا- د حضرت ابولفضل العباس علیه السلام د حرم مقدس آستان د روژې دمبارکې میاشتې د پنځلمسې یعني د حضرت امام حسن مجتی علیه السلام د نیکمرغه ولادت د کلیزې په مناسبت  خپل کلنۍ جشن دستورې ترسره کړې.

ایکنا نیوز د الکفیل  له قوله راپور راکړ،د حضرت امام حسن مجتبی علیه السلام د نیکمرغه زوکړې په جشن کې چې د حضرت عباس علمدار علیه السلام  دحزم په باب قبله صحن کې ترسره شو ، دعراق یو شمیر مسئولانو او شخصیّتونو او همداراز د خلکو مختلفو پرګنو وګړو پکې شتون درلود.

 دغه جشن د حضرت عباس علمدار(ع) د حرم د قاري محمد الرکابی په وسیله د قرآن کریم د یوشمیر آیتونو په تلاؤت سره پیل شو وا وروسته د عباسی آستان ددینی چارو د برخې مشر شیخ صلاح الکربلائي  په یولړ څرګندونو کې  حضرت امام حسن مجتبی علیه السلام  نیکمرغه میلاد  په مناسبت درست اسلامی امت او د اهل بیت علیهم السلام مینه والو ته مبارکي ووئیله.

الکربلائي  همداراز د خپلې وینا په یوې برخې کې  د دوهم امام د ژوند دځينو مرحلو  او د هغه بزرګوار د غوره اخلاقو او همداراز د هغو مصیبتونو اوسختیو په باب  چې  پخپل ژوند کې ئې زغملي ، خبرې وکړې.

هغه  د  خپلې وینا په پاي کې د آيت الله سیستاني فتوا ته د عراقي مبارزانو په لبیک وئيلو او له داعش تکفیری ترهه ګرې ډلې سره د مقابلې لپاره د دوي اتلوالۍ وستایلې.

 ددغو دستورو په دوام کې د اهل بیت علیهم السلام   مدحه کونکو شاعرانو  د  حضرت امام حسن مجتبی  او اهل بیت علیهم السلام  په  شان  او مدحه کې خپل په زړه پورې شعرونه  وړاندې کړل او  په پای کې هم د امام حسن علیه السلام د نیکمرغه میلاد د سیالۍ  ګټونکو ته چې د عباسي آستان له خوا ترسره  شوې وې ، جایزې ډالۍ شوې .

 

https://iqna.ir/fa/news/4207315

captcha