IQNA

د امریکايي پوځي افسر ځان سوځونه،د غزې په موضوع کې د لوېدیځي سیاستونو د بې شرمۍپایله ده

16:30 - February 28, 2024
د خبر لمبر: 3488804
ایکنا- د اسلامی انقلاب ستر لارښود له اسلامی انقلاب وروسته ځوان نسل له پخوانيو ځوانانو څخه ډېر د څېړنې، استدلال، منطق او ريښتینولۍ اهل وباله او زیاته یې کړه: ګران ځوانان دې پوه شي چې د رایو واقعي صندوق او په ټاکنو کې انګېزه لرونکی او هیله لرونکی حضور، آسانه نه دی لاسته راغلی او له طاغوت، ظلم او فساد سره د ملت د اوږدې مودې سرښندنو او فداکاریو پایله ده.

ایکنانیوز د پارس ټو ډې له قوله راپور راکړ،داسلامی  انقلاب ستر لارښود نن سهار د شهیدانو له کورنیو او له یوشمېر لومړي ځل رایه ورکوونکو سره په لیدنه کې، په ټاکنو کې د ملت پراخ او پیاوړی ګډون، د ملي قدرت نښه، د ملي امنیت ضمانت کوونکی او ایران ته تمه دارې سترګې لرونکي دښمنانو ناهیلي یاده کړه او ټینګار وکړ چې پراخ ګډونه ټاکنې، د ستونزو د له منځه وړلو، د ایران د پرمختګ او د هېواد د سمې ادارې کولو له اصولو څخه دي.

هغوی له انقلاب وروسته ځوان نسل له پخواني ځوانانو څخه ډېر د څېړنې، استدلال، منطق او ريښتینولۍ اهل وباله او زیاته یې کړه: ګران ځوانان دې پوه شي چې د رایو واقعي صندوق او په ټاکنو کې انګېزه لرونکی او هیله لرونکی حضور، آسانه نه دی لاسته راغلی او له طاغوت، ظلم او فساد سره د ملت د اوږدې مودې سرښندنو او فداکاریو پایله ده.

حضرت آیت الله خامنه يي د خپلو خبرو په پای کې، د غزې موضوع د اسلامي نړۍ ترټولو اصلي مسأله وګڼله او وویل: د غزې موضوع، نړۍ ته اسلام معرفي کړی دی او ښکاره شوه چې اسلام، د صهیونیسټانو د ټولو بمباریو او جنایتونو پر وړاندې د خلکو د اقتدار، مقاومت او نه تسلیمېدو لامل دی. دې موضوع د لوېدیځوالو د کلتور او تمدن حقیقت هم نړیوالو ته څرګند کړ،  چې د دې کلتور سیاستوال حتی د فلسطینیانو په نسل وژنه کې د صهیونیسټانو پر اقدام باندې هم اعتراف نه کوي او د ځینو خبرو په شتون کې، په عملي توګه په ملګرو ملتونو کې د امنیت شورا د پریکړه لیک په ویټو کولو سره، د جنایتونو د بندېدو مخه نیسي.

هغوی د صهیونیسټي رژیم د جنایتونو په اعتراض کې د امریکا د هوايي ځواکونو د یوه افسر ځان سوځونه، د امریکا بشري خلاف سیاستونو او د لوېدیځوالو د فاسد او ظالم کلتور نښه یاده کړه او وویل: حتی دا کس چې په لوېدیځ کلتور کې روزل شوی وو، د دې کلتور له حده وتلې بې شرمي درک کړه.

هغوی هیله څرګنده کړه چې خدای دې اسلام او مسلمانانو، فلسطین او په ځانګړې توګه غزې ته بشپړه کامیابي ورکړي.

https://parstoday.ir/ps/news/iran-i146864

captcha