IQNA

په ملایشیا کې د قرآنی هنرونو دوهم نړیوال نندارتون افتتاح شو

13:54 - February 27, 2024
د خبر لمبر: 3488794
ایکنا- په ملایشیا کې د ایران د اسلامی جمهوریت کلتوری سلایار ، د قرآني هنرونو په نړیوال نندارتون کې د ایران د هنرمندانو د  ولولناک شتون خبر ورکړ او وې وئيل،د ملایشیا لومړي وزیر د ایرانیو هنرمندانو  دغوره آثارو کتنه وکړه.

 ایکنانیوز په ملایشیا کې د ایران د کلتوري خونې له قوله راپور راکړ،په ملایشیا کې د ایران د اسلامی جمهوریت  کلتوري سلایار حبیب رضا ارزاني  ووئیل،  د روژې دمبارکې میاشتې په درشل کې  او دانډونیشیا،ملایشیا،ترکیې، مصر، عراق ،عربستان،نیجری او د ایران د اسلامی  جمهوریت دیوشمیر هنرمندانو په شتون سره د قرآني هنرونو دوهم نړیوال نندارتون په پوتراجایا ښار کې  پرانیستل شو.

 هغه ووئيل،  د قرآنی هنرونو د نندارتون په پرانیستونکو دستورو پیل کې ،  دایران داسلامی جمهوریت د نور تواشیح ډلې د سید محمد قاسمي په سرپرستۍ کې د اسماءالحسنی مداحئ په اجرا سره  د ګډون کونکو ستاینې راوپارولې.

د ایران  کلتوری سلایار  ووئيلو د ملایشیا  لومړی وزیر  دایران په سټال کې په شون سره د مونږ دهیواد د نامتو هنرمندانو د آثارو کتنه وکړه او بیا  په ملایشیا کې د ایران د اسلامی جمهوریت د سفیر  ولی الله محمدی په شتون سره  هغه ته د هغه  د انځور یوه منقش شوي  په لاس اوبتل شوي وریښمینه قالیچه هم ډالۍ شوه.

 ښاغلی ارزاني په پای کې ووئيل، د قرآني هنرونو نړیوال نندارتون په پوتراجایا ښار کې د فرورۍ له درویشتمې پيل شوي او د مارچ میاشتې تر دریمې نیټې پورې به دوام ولري.

افتتاح دومین نمایشگاه جهانی هنرهای قرآنی در مالزی

https://iqna.ir/fa/news/4201967

 

captcha