ایکنانیوز راپور راکړ،د ایران دقرآڼ دنړیوالو سیالیو دڅلويښتم پړاؤ نتیجې اعلان شوې او د قاضیانو د پلاوي د اعلان په اساس ، د سړیو او ښځو په څانګو کې د ایران پنځو نمایندګانو له خپلې د ښه کړچار په ښودلو سره ددغو سیالیو پنځه واړه لومړي روتبې ترلاسه کړې.
د ایران د قرآڼ دنړیوالو سیالیو د ټول قرآڼ دحفظ په څانګې کې د میرمنو په برخې کې د ایران میرمن رویا فضایلي لومړی مقام ، د نیجریه میمونه بادغي دوهم مقام او دانډونیشیا یرمن نوریه جوریان ارغا هم دریم مقام ترلاسه کړ.
همداراز د ترتیل دقرآت په څانګې کې هم د ایران میرمن عادله شیخي لومړی روتبه ،د سنګاپور عتیقه صهیمی دوهمه روتبه او دعراق میرمن دعا ءالسعید دریمه روتبه وګټله.
د سړیو په برخې کې د تحقیق د قرآئت په څانګې کې د ایران هادي اسفیداني لومړی مقام ، دتایلینډ مصطفی برائون دوهم مقام او د هالینډ مصطفیعلی دریم مقام ترلاسه کړ.
د ټول قرآن دحفظ په برخې کې هم قاري امید رضا رحیمي لومړی لمبر ،د روسیې قاری برهان الدین رحیم اف دوهم لمبر او د الجزایر حذیفه قریشي دریم لمبر راغلو .
د سړیو د ترتیل د قرائت په څانګې کې هم د اایران محمد پورسینا لومړی ، دسورئې بلال الشیخ خالد دوهم او د لبنان محمد مهدی عزالدین دریم مقام وګاټّه.
د ایران د اسلامی جمهوریت د قرآڼ دنړیوالو سیالیو څلویښتم پړاؤ، د اوقافو او خیریه چارو د ادارې په همت سره د سلواغې له شپږویشتمې نیټې په تهران د اسلامی هیوادونو دسرمشریزې په هال کې پیل شوی او د کب د میاشتې په دوهمه نیټه پاي ته ورسید.