IQNA

د سلواغې په ۲۲یوم الله ولولناک لاریون کې د ولس پرتمین شتون د ملی اقتدار نښه ده

15:47 - February 05, 2024
د خبر لمبر: 3488679
ایکنا- د اسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت آیت الله العظمی سید علی خامنه  اي د کب د میاشتې په یولسمه نیټه په انتخاباتو کې د خلکو ولولناک او پرتمین شتون د ملی امنیت  او اقتدار تضمینونکی وبالۀ او ټينګار ئې وکړ،په الهي فضل سره به ولس د سلواغې د میاشتې په ۲۲نیټه د یوم الله  په عمومي لاریون کې ولولناک او پراخ ګډون وکړي او د اسلامی انقلاب په دفاع سره  به له  حضرت امام خمیني سره خپله وفاداري لا جوته کړي.

ایکنا نیوز د رهبرۍ  د ویب سایټ له قوله راپور راکړ، د اسلامی انقلاب ستر لارښود نن سهار  د ایران د اسلامی جمهوریت د پوځ د هوائي ځواک او    هوائي  مخه نیونکي ځواک  له قوماندانانو او پرسنلو سره په کتنې کې ، د ۱۳۵۷ لمریز کال د سلواغې  په نولسمه نیټه له حضرت امام خمیني سره د یو شمیر پیلوټانو اوقوماندانانو بیعّت د انقلاب  چټکونکی وباله او د خواصو د چټکونکي  رول په بیانولو  او په موقعې ، شجاعانه  او سم تشخیص او پيژندګلوۍ سره  یو غوره اقدام وباله او وې فرمائيل؛ خواصو د اسلامی انقلاب د اهدافو د تحقق  لپاره د لازم چټکوالي په رامینځةکې درندې دندې لري.

حضرت آیت الله العظمی سید  علی خامنه اي همداراز د کب دمیاشتې په یولسمه نیټه په  انتخاباتو کې د ولس  لازیات ولولناک ګډون ، د ملی  اقتدار  او امنیت تضمینونکی وباله او  ټينګار ئې وکړ،  په الهی فضل سره  خلک د سلواغې د میاشتې په ۲۲ نیټه  په یوم الله عمومي او میلیوني لاریون کې پراخ او پرتمین ګډون وکړي او  د اسلامی انقلاب په دفاع  سره به  له حضرت امام خمیني سره خپله وفاداري  لا رابرسیره کړي.

دیدار فرماندهان نیروی هوایی و پدافند هوایی ارتش با رهبر معظم انقلاب

 دټولو قواؤ ستر قوماندان ، ۴۶کاله مخکې د سلواغې په نولسمه نیټه  له حضرت امام خمینی سره د هوائي ځواک د یو شمیر قوماندانانو او پرسنلو د بیعت حیرانونکي پيښه له عبرتونو  او نه ختمیدونکو درسونو ډکه وبلله او زیاته ئې کړه ،  هوائي ځواک له ځانه په تیریدا سره  او په شجاع او مخلصانه  کار سره  د اسلام انقلاب سره په پیوستون کې مخکښ شو او په ورپسې شپو ورځو کې   په تهران کې د  هوائي ځواک په مرکز د شا ګارډ د حملې په مقابل کې  په مقاومت سره ، ولس او ځوانان په شوق او ولولې  او امید سره سړکونو ته راووتل  او  د سلواغې د میاشتې په ۲۲ نیټه  د اسلامي انقلاب په بریالیتوب کې ئې ډير مهم چټکونکی  رول ولوبوۀ.

دیدار فرماندهان نیروی هوایی و پدافند هوایی ارتش با رهبر معظم انقلاب

 د اسلامی انقلاب ستر لارښود د اسلامی انقلاب له بریالیتوب څو میاشتې  وروسته  په هوائي ځواک کې په ځان دبسیاینې  جهاد سازندګي  دادارې جوړیدا ته په اشارې سره  وفرمائيل؛ هماغه روحي قدرت، شجاعت او د اقتدار  هماغه روحیه  سبب شوه هوائي ځواک په ځان بسیاینې جهاد سا زندګي ټولنې په جوړیدا کې هم مخکښ او  چټکونکی شي.

دوي خواص حقیقي  چټک کونکي  وبلل او یو مهم ټکي ته په اشارې سره ئې ووئيل،  له خواصو څخه  مقصد یوازې نامه او  نشاندار شونه  نه ده ،بلکې خواص هغه کسان دي چې د ملت په ټولو پرګنو، صنفونو  کې په فکر  او پیژندګلوۍ او قدرت سره  د عمل تشخیص کوي او له فضا جوړونو څخه له پيروي کولو پرته ، په قدرت او شجاعت او په  موقعې  پخپلو دندو باندې  عمل کوي.

د اسلامی انقلاب ستر لارښود دغه راز زیاته کړه ،په پوهنتوالو، محصیلینو، سیاستوالانو ،روحانیونو ، بازاریانو، مطبوعاتو ، پوځيانو او نور و هرې  یوې پرګنې کې  هر کس   دمسئلو په فهم او د دوست او دښمن د جبهه بندۍ په پيژندګلوۍ سره  عمل وکړي ، د خواصو  برخه حسابیږي.حضرت آیت الله العظمی سید علی خامنه اي حساسو موردونو کې   د  خواصو دنده او رول لوبول یو  دروند پيټی وباله او  وې وئيل،  خواص  او شخصیّتونه باید په عمومی لورنیونې کې د ټولنې حرکت وساتي  او اجازت ورنکړي، دغه حرکت له انحراف سره مخ شي چې که له دغې دندې غفلت وشي،نو  داسې پيښې به رامینځةشي،چې  تاریخي ګوزارونه او تاوانونه به له ځان سره ولري.

دیدار فرماندهان نیروی هوایی و پدافند هوایی ارتش با رهبر معظم انقلاب

د اسلامی انقلاب ستر لارښود  همداراز په دې په ټينګار سره  چې د دښمن جبهه  دخواصو لپاره  خاص پرورګرام لري، وفرمائيل؛ ددښمن هدف دا دی چې  خواص  په شک او ځنډ  او د  دنیا  په غوړوالي او خوږلښت کې په ښکیلولو سره په حساسو موقعو  او نازکو حالاتو کې  لازم کار او خپل چټک  رول ونه لوبوي.

دوي همداراز له صهیونیسټ رژیم څخه د امریکا په ملاتړ سره  په غزې کې د انساني غمیزو  رامینځةکیدا ته په اشارې سره په صهیونیسټي رژيم  دپریکنده  ګوزار  لپاره له خپلو حکومتونو څخه دمسلمانو ملتونو دعمومي مطالبې  د رامینځةکولو لپاره ددغه  حقیقت بیانول، د خواصو مهمه دنده وبلله او وې وئيل،چورلټ ګوزار  له صهیونیسټ رژيم  سره جنګ ته واردیدا نه ده ،بلکې  له دغه وحشي او جنایتکار رژيم سره داقتصادي رابطې د غوڅولو په معنا دی.له بده مرغه په غزې او لویدیځي غاړې کې د وحشي او جنایتکارو  او بوږنونکو پيښو سره سره  چې د لیوۀ په څير د وحشي صهیونیسټي رژيم په وسیله رامینځةشوي ، بیا هم ځیني اسلامی هیوادونه  ورسره  اقتصادي مرستې کوي او حتی آوریدل کیږي، چې  ځیني صهیونیسټي رژيم ته وسلې هم ورکوي.

https://iqna.ir/fa/news/4193986       

captcha