IQNA

د شهید روح الله محمد صالحي په زړه پورې تلاؤت خپور شو(فیلم)

ایکنا- شهید قاری روح الله محمد صالحي د سید محسن موسوي بلده یو شاګردؤ. او په لاندیني ویډیوئي کلیب  کې هغه د انفال مبارکې سورې د ۴۸ او ۴۹ آیتونو په زړه پورې تلاوت کړی دی.

ایکنا نیوز راپور راکوي، شهید روح الله محمدصالحي د قرآن کریم د لسو سپارو حافظ  هم ؤ  او نذر ئې وکړ څو ټول  قرآن حفظ کړي ،البته  د مقدسې دفاع په دوران کې د مسلم بن عقیل په عملیاتو کې ټپي شو  او  ونه  توانید، دغه مهم سر ته ورسوي.

دغه لوړ مقام شهید دقرآن کریم پر تلاؤت او حفظ سربیره  هنرهم په دیني مضمونو کې راوستی ؤ هغه یو ډيرښه خوشنویس او نقاش ؤ او معمولا به ئې د شهیدانو عکسونه نقاشي کول.

شیهد محمد صالحي بلاخره د ۱۳۶۲لمریز کال دکب د میاشتې په مینځ کې په شل کلنۍ کې په مجنون جزیرې کې په خیبر عملیاتو کې شهید شو او د هغه جنازه  اتلس کاله وروسته ،یعنی د هغه دمور له مینې دوه کاله وروسته  چې تر وروستیو پورې ئې د خپل زوي  په انتظار کې عمر تیروه ، پيدا شوه.

 

دې ته په پام سره چې د پلازمینې  دشهیدانو دوهم ملی کانګرس  دسلواغې په دوهمه نیټه پيل شوی او تر سبا بورې دوام لري، ،نو ځکه په همدې مناسبت هره ورځ د تهران ښار د قرآن د یوه قاري شهید تلاؤت چې د 

 د سپاه   د تهران د محمد رسول الله بسیج  د قرآن او عترت د ادارې  په همت سره غونډ شوي  او د ایکنا نیوز په اختیار کې ورکړل شوي ،خپریږي.

ایکنانیوز ترلاسه شوی ویډیوئي کلیپ ستاسو خدمت ته هم وړاندې کیږي.

https://iqna.ir/fa/news/4196650