IQNA

د قرآن نندارتون د راتلونکي کال له لومړۍ تر ۱۴ نیټې پورې ترسره کیږي

14:26 - January 31, 2024
د خبر لمبر: 3488653
   ایکنا- د کلتور او اسلامی ارشاد وزیر د قرآن اوعترت د چارو مرستیال د نوروز اختر په چټیانو کې د قرآن دنړیوال نندارتون د یودیرشم پړاؤ د ترسره کیدا خبر ورکړ او وې وئيل، د قرآن نړیوال نندارتون به د راتلونکی لمریز کال له لومړۍ تر څوارلسمې ڼيټې پورې دتهران په امام خمیني عیدګاه کې ترسره شي.

ایکنانیوز راپور راکوي، د ایران د کلتور او اسلامی ارشاد د وزیر دقرآن او عترت د چارو مرستیال علی رضا معافد دیارسم حکومت د قرآني پروګرام  او ۱۴ سترو  او لویو بریاؤ  د مخ کتنې ددستورو ترڅنګ  دخبریالانو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل.  هغه د ایکنانیوز د خبریال د یوې پوښتنې په ځواب کې  ووئيل د قرآن کریم نړیوال نندارتون  د ایران داسلامی جمهوریت یو جاری ښه حسنه او د هیواد ترټولو لویه قرآنی پيښه ده .

هغه ووئيل، راتلونکی نړیوال نندارتون به د  تیرو وختونو په څيرد روژې په مبارکې میاشتې کې ترسره شي. به دغه پړاؤ کې به  د راتلونکي کال په لومړۍ میاشت کې د قرآن دنړیوال نندارتون دترسره کیدا شاهد وو،یعنی د ۱۴۰۳لمریز کال له لومړۍ ورځ راهسې  د لومړنۍ میاشتې تر څوارلسمې نيټې پورې به د قرآڼ نړیوال نندارتون تردوو اونیو پورې د تهران د حضرت امام خمینی په مصلی یا عید ګاه کې په لا ولوناک او پرتم سره او د خلکو په پراخ هرکلی سره ترسره شي.

هغه دغه راز روښانه کړه ، دنوروز د اختر چټیانې یو ښه او غوره فرصت دی څو خلک د روژې په مبارکې میاشتې کې قرآنی تفرج او تفریح ولرل شي ،هیله مند یوو د هغو ځانګړوپلانونو سره چې د روژه ماتي او   دسحري لپاره او له روژماتي وروسته  دخلکو لپاره په نظر کې نیول شوي دي ، دغه چاره محققه شي.

د قرآڼ کریم د تبلیغي او دودیونکو  فعالیتونو دپراختیا د کمیشن منشي ووئيل، دروژې  دمبارکې میاشتې  کې  سفر محدودیّت ته په پام سره  سږکال به د ؛ ؛لولم دی؛ په شعار سره په دیرشو ولایتونو کې  دترسره شاهدان وو.

هغه همداراز ووئيل، تراوسه پورې  د قرآن کریم  په ۳۱نړیوال نندارتون کې  دشتون لپاره د ۲۵ هیوادونو  نمایندګانو  چمتووالی ښودلی دی . دغه نړیواله برخه  به په خاصه توګه د فلسطین د موضوع او د غزې ،لبنان، یمن او فلسطین د خلکو د مقاومت  او مبارزې په چورلیزتوب سره  وهي. د مقاومت موضوع سږکال د بحثونو ترټولو اصلي برخه په نظر کې نیول شوې ده.  

https://iqna.ir/fa/news/4196758

captcha