IQNA

د اوسمهال بحرانونو حل لاره په قرآني احکامو باندې په عمل کې نغښتې ده

6:44 - January 31, 2024
د خبر لمبر: 3488650
ایکنا- د پاکستان په اسلام اباد کې په علامه اقبال اقبال اوپن یونیورستۍ کې د ؛ اوسمهاله اخلاقي بحران بنیاد :نومې سیمنار ترسره شوي چې پکې د قرآني احکامو په وسیله له فکري او اخلاقي ترینګلتیاؤ سره پر مقابلې ټينګار شوی دی .

ایکنانیوز د پاک آبزرور قوله راپور راکړ،په  دغه سمینار کې چې د نوموړي پوهنتون د عربی او اسلامی  معارفو د پوهنځي د مشر شاه محی الدین په مشرۍ ترسره شوی یو وینا وال  او د پنجاب پوهنتون لوړپوړي پروفسیر راشد ارشد پخپلو څرګندونو کې د فکري او اخلاقي مسئلو باندې په ارزونې کې د قرآن او سنت پر تعلیماتو   عمل کول اړین وبلل.

 شاه محی الدین  هاشمي هم پخپلې وینا کې په اسلامی امت کې د فکري بحرانونو ته دتوجه  او له بهرنیو  چیلنجونو  مخکې پر معني مسئلو دتمرکز د ضرورت په اهمیّت ټيڼګار وکړ او وې وئيل،  چې  په دغو اصولو پابندي  نه یوازې اخلاقي مشکلات او ستونزې حل کولی شي ، بلکې  دنیوي ژوند  هم په فضایلو باندې په پوښل کیدا سره لا لوړولی هم شي. هغه  همداراز د قرآن  او سنت  لارښونو ته په اشارې سره  ووئيل،  د پیغمبر اکرم (ص)سیرت  د انسانیّت او بشریّت د نیکمرغۍ لپاره  ترټولو اغیزشیندونکې لاره ده .

داپه داسې حال کې دي چې دغه سمینار  د علامه اقبال اوپن یونیروسټۍ  د پنځوسمې  کلیزې په مناسبت په اسلام اباد کې په د غه پوهنتون کې ترسره شو.

https://iqna.ir/fa/news/4196825 

captcha