IQNA

د افغانستان سوکالي آبادي او ثبات له ګاونډیانو سره په ملګرتیاپورې تړلي دي

15:35 - January 30, 2024
د خبر لمبر: 3488648
ایکنا- په افغانستان کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر او ځانګړي استازي وویل، ګاونډي او د سیمې هېوادونه له  نیواک وروسته په افغانستان کې لومړی رول لري.

د افغانستان  د وروستیو بدلونونو په باب د کابل په غونډه کښې د ګاونډیو او د سیمې د هېوادونو د استازو شتون د دې ښودنه کوی چې دغه هېوادونه د افغانستان له خلکو سره د مرستې او د دغه هېواد د مشکلاتو د حل لپاره هوډمن دی.

په کابل کښې د سیمه ایز تماس ډلې د غونډې په پای کښې په کابل کښې د ایران د اسلامی جمهوریت سفیر او ځانګړی استازی حسن کاظمی قمی د ایران پرس خبری اژانس د پوښتنې په ځواب کښې د ایران په نوښت د دغه غونډې د اهمیت او پیغام په اړه وویل: د کابل په غونډه کښې د ګاونډیو او د سیمې د هېوادونو د استازیو شتون د دې ښودنه کوی چې دغه هېوادونه د افغانستان له خلکو سره د مرستې او د دغه هېواد د مشکلاتو د حل لپاره هوډمن دی.

په افغانستان کښې د ایران سفیر زیاته کړه: د افغانستان او ګاونډیو هیوادونو جغرافیائی او کلتوری ورته والی او د افغانستان په بدلونونو کښې د دغو هیوادونو نفوذ ته په پام سره  د افغانستان د سیاسی، امنیتی او اقتصادی وضعیت په ښه کولو کښې مهم رول لوبولی شي .

کاظمی قمی  وویل: د څه د پاسه نیمې پیړۍ د مداخلې او نیواک تجربه په تیره بیا د امریکا شل کلنه نیواک یوازې د افغانستان لپاره تباهی  راوړی ده او دغه هیواد له ډیرو مشکلاتو سره مخامخ دی.

کاظمي قمی زیاته کړه: نړیوالو ته د کابل د غونډې پیغام دا دی چې ګاونډیان او د سیمې هېوادونه له افغانستان سره د مرستې په سر کې دي او د نړیوالې ټولنې په ملاتړ دغه هېوادونه کولای شي افغانستان سوکالۍ او ثبات ته ورسوي.

په افغانستان کښې د ایران د اسلامی جمهوریت سفیر په دې خبرې سره چې د افغانستان په هکله  به د سیمه ایزتماس د ډلې غونډې د ایران په نوښت سره دوام ولری، وویل: په افغانستان کښې د امنیت او ثبات د تامین لپاره د سیمه ایزو همکاریو زمینې  باید پوره  شی اود افغانستان له واکمنانو سره د سیمه ییزو همکاریو لپاره د یوې ځانګړې کمېټې جوړول  عملي شي.

د افغانستان لپاره د ایران د اسلامی جمهوریت د ولسمشر ځانګړی استازی همداراز  په افغانستان کښې فارسی ژبه او مذهبی مشترکات د سیمه ایزو همکاریو د پیاوړتیا او پراختیا لپاره مهمه  پانګه  وبلله .

د سیمې د هیوادونو او د افغانستان د ګاونډیو هیوادونو د خاصو استازیو په شتون سره د نړیوالې تماس ډلې لومړۍ غونډه د دوشنبې په ورځ په کابل کښې د ایران د اسلامی جمهوریت په نوښت جوړه شوه.

https://parstoday.ir/ps/news/iran-i145488

captcha