ایکنانیوز د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ،د پاکستان د پوځ قومندان او د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر، ترهګري د دواړو ګاونډیانو لپاره ګډ ګواښ بللی او ټینګار یې کړی چې له دغې ښکارنده سره د مقابلې لپاره باید، د ګډو هڅو، ښې همغږۍ او د اطلاعاتو شریکولو له لارې اقدام وشي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبداللهیان د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر سره له کتنې او خبرو وروسته، په اسلام آباد کې د پاکستان د پوځ له قوماندان جنرال سید عاصم منیر سره د تاریخي، مذهبي او کلتوري تعلقاتو پر اهمیت باندې په یادونې سره چې پاکستان او ایران یې له یو بل سره تړلی دی، د دوه اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا او د یو بل د ګډو اندیښنو پر متقابل درک باندې ټینکار وکړ.
همداراز دواړو لورو موافقه وکړه چې د ایران او پاکستان ترمنځ د پوځي اړیکو د افسرانو د ګمارنې میکانیزم به ژر تر ژره د یو بل په هېوادونو کې عملي کړي.
امیر عبداللهیان او جنرال عاصم منیر همدارنګه پر دې خبرې ټینګار کړی چې ایران او پاکستان ګاونډیان او وروڼه هېوادونه دي او د دواړو هېوادونو برخلیک له یو بل سره تړلی دی.
د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر اسلام آباد ته د خپل یو ورځني سفر په دوام کې د پاکستان د پوځ له قومندان سره له کتنې وروسته، د دغه هېواد د موقت حکومت له لومړي وزیر انور حق کاکړ سره د کتنې په ترڅ کې، د دوه اړخیزو همکاریو په ګډون، د اقتصادي اړيکو د پياوړتيا او په ګډو پولو کې د سوداګريزو راکړو ورکړو د پراختيا په اړه د نظريو تبادله وکړه.