ایکنا نیوز د جهانی کفیل چینل د ویبسایټ له قوله راپور راکړ، د دغه نندارتون د سلواغې د میاشتې په پنځمه نیټه د امیر المومنین کلتوري داومې جشنوارې د فعالیتونو په چوکاټ کې دهندوستان په ممبئ کې افتتاح شو او په دغه نندارتون کې دعراق د سپيڅلو زیارتونو کلتوری محصولات او خپره شوي کتابونه او نور خپره شوي تولیدا دعامو خلکو نمایش ته وړاندې شوي دی .
د عباسی مقدس آستان د فکری او کلتوري چارو سره اړونده د القمر کلتوری ټولنې مدیر شیخ حارث المداحي په دې باب ووئيل، په دغه نندارتون کې وړاندې شوي آثار په عربی ،انګریزي او اردو ژبو کې دی چې له هغو ځينی د آئمه معصومین علیهم السلام د ژوند په باب دي .
همداراز د هندوستان په ممبئ کې د حضرت امیرالمومنین دکلنۍ جشنوارې داوم ځانګړي نندارتون په پرانیستونکو دستورو کې چې د حضرت امام علی علیه السلام دنیکمرغه میلاد د کلیزې په مناسبت ترسره شو، د عتبات عالیات دګنبسیو بیرغ هم وځړول شو.
ددغې جنشوارې پرانیتستونکی دستورې په پڼجشنبې ورځې د عباسي مقدس آستان په همت او د په ممبئ کې د عراق دعتبات عالیاتو د برخې په ملګرتیا سره پیل شوي او تر درو ورځو پورې به دوام ولري.
دغه جشنواره د اهل بیت علیهم السلام د معرفت او کلتور د پراختیا او د ؛امیر المومنین،دامامت هارون او په قیامت کې شاهد؛ په شعار سرهد ممبئ ښار په موکل جومات کې دترسره کیدا په حال کې دی.
د عراق د عتبات عالیات د کتاب،محصولاتو، منشوراتو نندارتون،د عراق او هند د مهشورو قاریانو ، ویناوالو او مداحانو شتون ،او د دیني اوکلتوری سیالیو اجرا ددغې جشنوارې مختلفې برخې دي چې خلکو ئې تود هرکلی کړی دی.