IQNA

افغان رسنیو د یوې مسافر وړونکې الوتکې د غورځېدو خبر ورکړی

15:49 - January 21, 2024
د خبر لمبر: 3488601
ایکنا-  په افغانستان کې د بدخشان ولایت د اطلاعات او فرهنګ د ادارې مشر ذبیح الله امیري ویلي چي د هندوستان یوه مسافر وړونکې الوتکه په کوه توپخانه سیمه کې لوېدلې ده.

ایکناد پارس تو دي له قوله راپور راکوی  د افغانستان د بدخشان د ولایت چارواکی زیاته کړه:  د دې پېښې د څېړلو لپاره یوه ټیم هم سیمې ته تللی دی، تر دې دمه مشخص شوی نه دی چي دغه مسافر وړونکې الوتکه له کوم شرکت سره تړلی دی.

افغان رسنیو په داسي حال کې د دې الوتکې د غورځېدو خبر ورکوي چي په وروستیو ورځو کې هندوستان د بې مخینې یخنی د امله خپل ټول پروازونه بند کړي دي.

د بدخشان د ولایت د پولیسو قومندانۍ وایي چي الوتکه لومړۍ د رادار له صفحې نه وتلې او بیا د بدخشان د ولایت د توپخانې په هسکو سیمو کې له زیباک ولسوالۍ سره غورځېدلې ده. د روسیې هوایي اژانس اعلان وکړ چي تېره شپه یوه مسافر وړونکې الوتکه چي ۶ کسان په کښې سپاره له راداره وتلې ده.

د هندوستان چارواکي د دې پېښې په غبرګون کې ویلي دي چي دغه الوتکه د دې هیواد له هوایي شرکتونو سره کوم اړوندوالې نه لري.

 https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i145060

captcha