IQNA

د نجومی محاسباتو په اساس، د روان کال رمضان المبارک به کله شروع شي؟

8:20 - January 21, 2024
د خبر لمبر: 3488597
ایکنا- د نجومی محاسباتو په اساس،د روژې د مبارکې میاشتې  لومړي ورځ به د ۲۰۲۴کال د مارچ په یولسمه نیټې  او د ۱۴۰۲ کال  د  اسفند میاشتې له ۲۱نیټې سره برابره وي.

ایکنانیوز د الجزیره له قوله راپور راکړ،  د ۲۰۲۴کال د روژې د مبارکې میاشتې تر پیلیدا بورې څه زیات وخت پاتې نه دی  او د نجومي  دمحاسباتو په اساس  به  د ۱۴۴۵ قمری کال د شعبان دمیاشتې ۲۹ د  اتبار په ورځ د لمر په غورځيدا پسې  به د میاشتې په لیدو سره د روژې د مبارکې میاشتې  لومړي ورځ به د ۲۰۲۴کال د مارچ په یولسمه نیټې  او د ۱۴۰۲ کال  د اسفند میاشتې په ۲۱نیټې پیل شي.

زیاتره عربو او اسلامی هیوادونوکې خلک  او حکومتونه  د رمضان المبارک مبارکې میاشتې د لیدو لپاره پر نجومي  ترویتونو باندې تکیه کوي  څو په دې توګه ، د پيغمبراکرم په فرمایشاتو  عمل وکړي.

تمه کیږي چې  عرب هیوادونه له خپلو ښاریزو وغواړيو چې د روان کال درمضان المبارک میاشته دې د شعبان دمیاشتې په ۲۹نیټه مشاهده کړی ، په داسې حال کې چې د عربستان سترې محکمې د هلال کمیټې غونډه به  د ریاض په شمال لویدیځ  حوطمةالسدیر ښار کې ترسره شي او د رمضان المبارک د پاکې میاشتې دلیدو لپاره به له ترټولو ماډرنو آلو څخه په استفادې سره اقدام وکړي. 

له شرعي او نجومې لارې د رمضان المبارک د پاکې میاشتې د لیدو تائيدیدا وروسته  دغه موضوع دددینی ادارو د مسئولانو له خوا خلکو ته اعلانیږي ،څو په دېتوګه د روژې مبارکه میاشت پیل شي.

 له بل پلوه ځیني اسلامی هیوادونه د رمضان د  میاشتې د پیلیدا دنیټې دټاکلو لپاره  پر نجومي محاسباتو تکیه کوي . په ترکیې ،کې د مذهبی چارو ریاست ، د مارچ لسمه نیټه ، چې د کب  دمیاشتې له شلمې سره برابره ده د ۲۰۲۴کال د روژې دمبارکې میاشتې لومړۍ نیټه  ټاکلې ده.

 د نجومی اټکلونو په اساس دغه مبارکه میاشت به دیرش رځنۍ وي او د اپریل په لسمه نیټه به یعني دچارشنبې په ورخې د نیکمرغه کمکي اختر ورځ وي.  

https://iqna.ir/fa/news/4194503

captcha