IQNA

د افغانستان ناکراره کول د امریکا لومړیتوب دی چې دګاونډیانو اوسیمې په ضرر دی

6:35 - January 17, 2024
د خبر لمبر: 3488582
ایکنا-  د افغانستان په چارو کې د ایران دو لمسشر  ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي د پاکستان له لوړپوړو چارواکو سره په کتنې کې ټینګار وکړ،د سیمې سوله اوثبات ، په افغانستان کې  له سولې او اثبات سره اړونده دی او هغه څه چې  ددغې سولې له ټينګیدا سره مرسته کولی شي،  د افغانستان  د ګاونډيو هیوادونو په چورلیز توب سره  سیمه ایز نوښتونه دي .

ایکنانیوز د ایرنا له قوله راپور راکړ، د افغانستان به چارو کې د ایران د اسلامی جمهوریت د ولسمشر ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي پرون د افغانستان له ولس سره  دمرستو لپاره د ایران د اسلامی جمهوریت سیمه ایزوهڅو ته په اشارې سره ووئيل،په اسلام اباد کې د پاکستان له خارجه وزیر جلیل عباس جیلاني،د افغانستان په چارو کې ددغه هیواد له ځانګړي استازي آصف دراني  او نورو لوړپوړو چارواکو سره ئې لیده کاته کړي دي .

 

 د افغانستان په چارو کې د اسلامی ایران د ولسمشر  ځانګړي استازي  هدرازا د افغانستان  د ګاونډیو هیوادونو  په شتون  سره  دافغانستان  لپاره د سیمه ایزې تماس  ډلې   دجوړولو لپاره   له پاکستانیو  چارواکو سره  دخپلې موافقې خبر ورکړ او وې وئيل،  دغه ډله به   په راتلونکي کې  د افغانستان سرپرست حکومت ته  د روغنده  وړاندیزونو یو پیکیج  وړاندې کړي .

 

 

حسن کاظمي قمي  همدرازا ووئيل، سیمه ایزه تماس ډله او د هغې ایجنډا د پراختیا وړ ده او  ګام په ګام ، د افغانستان په باب ددغه هیواد  د ګاونډیانو ،د سیمه ایزو  هیوادونو  و  دنړیوالې ټولنې  اندیښنې  د یوې مشخصې  ایجنډا  په چوکاټ کې په یوه منطقي جدوَل سره  ارزول کیږي او دهغوي  حل  لټول کیږي .

ایران او پاکستان  په وروستیو کلونو کې ،د افغانستان  دمسئلو په باب  سره د پام وړ همغږیو ته رسیدلي دي .

 د افغانستان پناه غواړي یوه هغه مسئله ده چې  تهران او اسلام اباد  دهغو په باب سره یو نظر لري او  هردواړه  هیوادونه  دمیلیونونو افغان پناه غواړو  له څو لسیزو راهسې کوربه دي.

 د افغانستان په چارو کې د پاکستان  ځانګړی استازي آصف دراني  تیر  کال ددوو اړخیزو او سیمه ایزو سلامشورو  په موخې سره د ایران له اسلامی جمهوریت سره په تیره بیا د افغانستان د بدلونونو د ارزولو لپاره تهران ته سفر راکړی ؤ.

د ایران اسلامی جمهوری له تیرو څلورو لسیزو راهسې د افغانستان  د  میلیونونو مهاجرینو کوربه دی  او همدااوس څه دپاسه پنځه میلیون افغان په ایران کې ژوند کوي  په داسې حال کې کې   له بندیزونو اوبایکاټونو سره سره  دوي  د ایرانیو ښاریزو په شان له امکاناتو برخمن دي . دافغانستان وروستي بدلونونه سبب شوي دي څو  د  پناه غواړو نوي څپه راپورته شي، چې بیا هم ایران ورته په ورین تندي سره  هرکلی کړی دی  تر خپل وسه ئې ددوي مشکلاتو او مسئلې حل کړي  دي .

https://www.irna.ir/news/85356202

captcha