ایکنا نیوز د رهبرۍ د ستر مقام د دفتر له قوله راپور راکړ،د اسلامی انقلاب ستر لارښود او ددرستو قواؤ لوي قوماندان حضرت آیت الله العظمی سید علی خامنه اي نن سهار د د عاشورا د هوافضاپه ساینسي او تخنیکي پوهنتون کې په شتون سره د سپاه پاسدارانو د هوافضا ځواک په دایمي پوهنتون کې د اسلامي ددغه ځواک د ترټولو وروستیو بریاؤ تر یونیم ساعت پورې کتنه وکړه. په دغه نندارتون کې د توغندیو،ډرونز ، مخه نیونې او فضائي چارو برخې دي او دا ټول تجهیزات او توانمنئ له آئيډیا رانیولې تر محصولاتو پورې ایراني دي او د سپاه پاسدارانو د هوافضا ځواک د ساینس پوهانو ،متخصصانو او ځوانانو په لاس ماډرن او د ورځې په اساس جوړې شوي دي.
په دغه نندارتون کې د اسلامي انقلاب دستر لارښود له شتون سره په یووخت، د ؛فتاح ۲ په نامې سره هائيپر سانیک کروز توغندی،د مهران خوځنده مخه نیونکی دفاعي سسټة او د ډي ۹ ډوله ماډرن شوی سسټم هم دغه راز شاهد ۱۴۷ډوله ډرون هم نندارې ته وړاندې شول.
ددغه نندارتون په نورو برخو کې فضا ته لیږدونکي سپوږمکئ د لیږد وړونکي توغندي یا پلیټ فارم په حوزې :ې پرمختګونه او وروستي اقدامات هم نندارې ته وړاندې شول.
ددرستو قواؤ ستر قوماندان او د اسلامی انقلاب معظم رهبر حضرت آيت الله العظمی سید علی خامنه اي د سپاه پاسدارانو د هوافضا ځواک د توانمنیو او بریاؤ د نندارتون له لیدو وروسته د قوماندانانو، د عاشورا د هوافضا د ساینسي علومو او تخنیکونو دپوهنتون دمسئولانو په ټول کې ددغه نندارتون لیدل ډير په زړه پورې او خوندور وبلل او د دوي ترټولو مهمه ځانګړنه ئې پر اړتیاؤ د څيړنو او علمی تمرکز او د ضرورت په موقعې او سم ارزول وبلل.
د اسلامي انقلاب معظم رهبر د فلسطین د غزې بوږنونکو پیښو ته په اشارې سره وفرمائيل؛ د فلسطین د غزې قضیې،د نړۍ خلکو ته ډیر پټ حقیقتونه په ډاګه کړل چې په هغو کې له توکمپالنې څخه د د لویدیځي هیوادونو د مشرانو ملاتړ دی.دوي همداراز د خپلې وینا په یوې بلې برخې کې وحشي صهیونیسټي رژیم د تووکمپالنې بیلګه وبالۀ او وې وئيل، صهیونیسټان ځان برلاسه توکم ګڼي او او نور انساني پرګنې یو پَست او نیچ توکم ګڼي او په همدې دلیل ده د وجدان د خپګان له احساس پرته ، ئې څو زره ماشومان قتل کړي دي.
حضرت آيت الله العظمی سید علی خامنه اي ټينګار وکؤ، هغه مهال چې د امریکا ولسمشر ، د جرمني صدراعظم ، دفرانسې ولسمشر او د انګلستان لومړی وزیر په دغو ټولو ادعاګانو سره له دغه شان رژيمه ملاتړ او ورسره مرسته کوي، نود دنیا د ترټولو کرکیجنو مسئلو په توګه له توکمپالنې څخه ددغو ښاغلو د پلویتوب په معنا دی .
د درستو قواؤ لوي قوماندان دغه راز ووئيل، د اروپا او امریکا ولسونه هم باید له دغه وضعیّت سره خپله د نده روښانه کړي او وښئ چې د توکمپالنې پلویان نه دي . حضرت آیت الله العظمی سید علی خامنه اي همداراز د صهیونیسټي رژیم پوځي او عملیاتي ناکامیو ته په اشارې سره ووئيل، په غزې کې د صهیونیسټي رژيم ناکامي یو واقعیّت دی او روغتونونو او یا د خلکو کورونو ته ننوتل کوم بریالیتوب نه دی ،ځکه بریالیتوب هغه مقابل لوري ته د ماته ورکولو په معنا دی چې صهیونیسټي رزیم تر اوسه پورې نه دی توانیدلی ورته ئې لاس ورسیږي او په راتلونکي کې به هم د دوي لاس ورونه رسیږي.حضرت آیت الله العظمی سید علی خ امنه اي وفرمائيل؛ ملتونه باید د خپلو مظاهرو او غونډو به دوام سره ، اجازت ورنکړي چې د فلسطین د ملت مظلومیّت هیر شي.
https://iqna.ir/fa/news/4182822