IQNA

د غزې له جنګه د امریکائي ولس ملاتړ په اوڅاره توګه کم شو

6:28 - November 16, 2023
د خبر لمبر: 3488279
ایکنا-(واشنګټن) د روئيټرز په سیله ترسره شوي یوه وروستۍ نظر غوښتنه ښئ  چې دغزې تړانګې په ضدد صهیونیسټي رژيم له جنګه د امریکائي ولس ملاتړ کم شوی دی.

ایکنا دعربی ۲۱ له قوله راپور راکړ،  دروئيټرز په وس شوي نظر سنجي ښئ چې دغزې تړانګې په ضد د نیواکګرو صهیونیسټانو  په وسیله پیل شوي جنګ څخه د امریکا دخلکو ملاتړ په ااوڅاره توګه  کم شوی دی.

دغې نظر غوښتنې وښودله چې  هغو کسانو سلنه چې  باؤري دي امریکا باید د اسرائيلو له نیواکګر رژيمه ملاتړ وکړي، ۳۲فیصدو ته راټيټ شوی دی او دا فیصدي په تیرې میاشتې کې په مخکینۍ نظر سنجۍ کې د ۴۱ فیصدي   غوښتنې په نسبت کمه شوې ده.

په نوي نظر سنجۍ کې  دهغو  کسانو فیصدي چې  وئيلي ئې دي ،متحده ایالات باید بې پلوه مینځګړیتوب وکړي ،په تیرې میاشتې کې د ۲۷فیصدو سره په پرتله کې ۳۹فیصدو ته  زیات شوی دی.

څلور فیصده ځواب ورکونو وئيلي دي ،چې امریکا باید د فلسطینیانو ملاتړ وکړي او ۱۵فیصدو نورو هم وئيلي دي چې امریکا اصلا باید  لاسوهنه ونه کړي،چې دغه  اندازه د تیرې میاشتې نظر غوښتنې ته ورته ده.

له بل پوله د روئيټرز  په نظر غوښتنې کې ۶۷فیصده ګډون کونکي  وائي چې له دې خبرې سره په خوله دي  چې اسرائيل باید اوربند اعلان او خبرواترو ته کیښني.

په هغو احصایو کې چې  ممکنه ده د نیواکګرو لپاره اندیښمنونکي وي، صهیونیسټي رژيم ته لپاره د وسلو د لیږد په باب  د امریکا د ۳۱فیصده ځواب ورکونکو  ورڅخه  ملاتړ کړی دی.په داسې حال کې چې ۴۳فیصدو  له دغې آئيډیا سره مخالفت کړی دی.

ددغې نظر سنجئ په اساس، په جمهوری غواړو کې  د صهیونیسټي رژيم لپاره د وسلو له لیږدڅخه ملاتړ زیات ؤ ،په داسې حال کې چې تقریبا نیمو ډيموکراټان ورسره مخالف  وو.

https://iqna.ir/fa/news/4182158 

captcha