ایکنانیوز د الرائ له قوله راپور راکړ،د قرآن کریم دنړیوالو سیالیو د ترټولو برلاسه کسانو اتل نومې سیالو ددوهم پړاؤ ګډون کونکي لسګونو کسان په دغو سیالیو کې د ګډون لپاره په دوحې کې موجود دي او دغه سیالۍ پرون د نومبر په لومړۍ نیټه پیل شوي او د نومبر تر دولسمې نیټې پورې به دوام ومومي او دغه سیالۍ د قطر داسلامی چارو او د اوقاف دوزارت له په پلازمینې دوحې کې ترسره کیږي.
د ترټولو بریلاسه اتلانو ترمینځ د سیالۍ مقدماتي مرحله پرون سهار پیل شوې ده اود نړیوالو قاضیانو د پلاوي په وړاندې د قرآن کریم د حفظ، تجوید،ترتیل په څانګو کې او همداراز د قرآن کریم د کلمو،تفسیر اوبیان نومې کتاب څخه د قرآن کریم د عمومی لغاتو د حفظ په څانګې کې سره سیالۍ کوي.
د قاضیانو دغه پلاوی د قرآن کریم دتجوید، تلاؤت او حفط د ترټولو غوره عالمانو جوړ دی او د ګډون کونکو کړچار او کړنې په ډيرو دقیقو معیارونو په اساس ارزول کیږي. د قرآن کریم د چارو او د دقرآڼ کریم له لارې په مختلفو نسلونو کې د ارتباط د پیاوړتیا اهتمام او دغه راز د حافظانو ترمینځ د رغنده سیالیو د روحیې زیاتیدا، دسیالیو ددغه پړاؤ ترټولو مهمې موخې دي .
https://iqna.ir/fa/news/4178971