ایکنا دالشرق له قوله راپورراکړ، ددوبئ د کلتور اوهنر ادارې د ؛دوبئ د خوشخطئ دوه کلن ننندارتون؛د کابو دوه سوه نړیوالو هنرمندانو په شتون او د دوبئ په شاو خوا کې په ۳۵سیمو کې د نولسو نندارتونونو په جوړولو سره ترسره کړ.
د اسلامی خوشنویسئ په دغه نندارتون کې آثار او دودیزې تائيپو ګرافئ په اتو ژوندیو ژبو مشتمل دي .
دغه دوه کلنه ترسره کیدا د دوبئ د عربی خوشخطئ د نړیوال نندارتون د یولسم پړاؤ په چوکاټ کې ده چې د دوبئ د اتحاد میوزیم او څو هنری ادارو په ګډون سره ترسره کیږي او د اکتور تر یودیرشمې نیټې پورې په دوام ومومي.
د دوبئ دکلتوری ادارې مشرې شیخه لطیفه بنت ممد بن راشد آل مکثوم دغه نندارتون په پرانیستونکو دستورو کې ټينګار وکړ،خوشخطي د مونږ دملی هویّت یو رکن او الهام بخښونکی آوزار دی چې د مونږ عربی او ځاي میراث او بډائ کلتور بیانوي. هغې زیاته کړه دوبئد تل پاتې هنری فضا د رامینځةکولو او د خلاق اقتصاد په زمینې کې د یوه کیفی بدلون په رامینځةکولو پسې ده چې له خلاقو وړتیاؤ ملاتړ کوي.
هغې دغه راز په ډاګه کړه ،ددوبئ دخوشخطئ نړیوال نندارتون د دوئ دخوشخطئ دوله کلن نندارتون لومړني پيښه ده او د اسلامی هنر ساتنې ته د متحده عربی اماراتو ګروهنه د عربی کلتور د بډایتوب او ښکلا رابرسیره کول او نړۍ ته ئې د محتوا منتقلول بریښوي.
وئيل کیږي د دوبئ د خوشخطئ دنړیوال نندارتون لوسم پړاؤ به همداراز د سورئې د خوشنویس منیر شعراني،د پاکستان د تکړه خوشنویشرشید بټ، د مصرد مسعد خضیر او د ترکیې د اوغور درمان پشمول د یو شمیر غوره او مشهورو خوشنویسانو او هنرمندانو کوربه وي.
په دې اړه یو لنډ ویډیو ئي کلیب او انځوریز راپور هم ستاسو خدمت ته وړاندې کیږي.