ایکنا د نعیم نیوز له قوله راپور راکړ،د اسلامی کتاب دغه نړیوال نندارتون چې د انډونیشیا په پلازمینې جکارته کې له شنبې ورځې پیل شوی دی. دنړۍ په مختلفو هیوادونو کې د اسلامی لیدتوګې او فرهنګ د پراختیا په موخې سره پیل شوی او هماغه راز دوام لري.
ددغه راپور په اساس، دغه نندارتون چې د انډونیشیا د ناشرانو د ټولنې (IKAPI) په وسیله ترسره شوی دی د انساني ټولنو په ژوند کې د اسلامی لیدتوګې او کلتور د شتون اونفوذ په ضرورت ټينګار کوي.
دجکارته د اسلامی کتاب نندارتون چې په یویشتم ځل ترسره کیږي،، هغه مهم عنوانونه او موضوعګانې لري چې تر ټولو مهمه موضوع ئې د حضرت محمد مصطفی(ص) لوړ اخلاق او په نړیواله سویه د اسلامی کلتور بریاوې دي.
په دغه نندارتون کې ۷۱ خپرندویه موسیسې او ۳۳ څو محصول وړاندې کونکي شرکتونه ګډون کوي . همداراز په دغه نندارتون کې څو سټالونه هغو شرکتونو ته هم مخصوص شوي دي چې د رسندويي ،هنري اوادبی وسایلو او آوزارونو دتولید په زمینې کې فعالیت کوي.