IQNA

قرآنی او دینی ارزښتونو ته د اسلامی امت پابندي،له ترهه ګرۍ او تکفیریّت سره د مقابلې لاره ده

7:19 - October 02, 2023
د خبر لمبر: 3488045
ایکنا-(تهران) د یمن لوی مفتي شمس الدین شرف الدین ،د اسلامی وحدت په نړیوال سمینار کې پخپلې وینا کې امریکا او اسرائيل په پاکستان کې د وروستیو بوږنونکو حملو پشمول  په اسلامی هیوادونو کې  دترهه ګرو حملو تر شا وبلل او وې وئيل، د خدای کتاب  او د رسول الله(ص)  دسنت ارزښتونو ته د اسلامی امت پابندي  له ترهه ګرۍ او تکفیریّت سره  دمقابلې لاره ده .

ایکنا نیوز راپور ورکوي،د یمن لوی مفتي شمس الدین شرف الدین چې د اسلامی وحت د اوه دیرشم نړیوال کنفرانس کې د ګډون لپاره تهران ته راغلی دی ،په دغه ولولناک کنفرانس کې ئې پخپلې وینا کې  په یمن کې د اسلام د ګران پیغمبر حضرت محمد (ص) دنیکمرغه میلاد په مناسبت پراخو او پرتمینو ولسی غونډو او لاریونونو ترسره کیدا تاریخي اوبې مخینې کار وباله او وې وئيل،دغه شان دستورې  د نړۍ د درستو مسلمانانو په ګټه دي .

هغه ووئيل، د نړۍ درست مسلمانان باید له قرآني ارزښتونو او دنبوی  سنت په لاره کې د اتحاد او یووالي په خپلولو سره  خپل هویّت او ارزښت بیرته ترلاسه کړي او دنیا ته وښئ چې دآسماني کتاب قرآن کریم او د رسول الله بزرګوار(ص) سنت باندې عمل کول  له هرډول تاؤتریخوالي ،افراط پالنې او ترهه ګرۍ سره د مقابلې توان لري او هیڅوک ئې په مقابل کې نشي دریدلی.امریکائي او اسرائيلی استکبارد اسلامی امت  له همدغه استقامت اوپه ډګر کې له شتونه ویریدلی دی.

د یمن لوی مفتی  د تیریګرو د یرغلونو په وړاندې د یمن د ملت  اته نهه کلن مقاومت  ته په اشارې سره  ووئيل، دا  خپلو انقلابی دریځونو  ته د یمن دملت پابندي وه چې  د دوی د بریالیتوب سبب شوه ځکه دیمن انقلاب  د پرګنیزو  اوتوکمپالو ریښو او جرړو په اساس  نه ،بلکې د یمن ملت پر قرآني ارزښتونو  او د رسول الله بزرګوار(ص)پر سنت په اعتقاد سره او د دغو  ارزښتونو ددفاع له امله دی.

هغه په اروپائي هیوادونو کې د آسماني کتاب قرآن کریم او اسلامی مقدساتو د سپکاویو تکرار یوه امریکائي دسیسه دبلله او وې وئيل، د مسلمانانو انسجام او د مذهبونو نزدیکت  له دغو دسیسو سره د مقابلې یوازینۍ لاره ده .

https://iqna.ir/fa/news/4172339 

captcha