ایکنا نیوز له قم څخه راپور ورکوي،د ځینو لویدیځي حکومتونو په څرګندې ملتیا سره دقرآن کریم د بې شرمه سپکاویو په کړئ پسې ،د کرامت د بانو ،حضرت بی بی معصومه سلام الله علیها سپيڅلی حرم د اربعین د قرآني ولسي خیمې او مرکز په ملګرتیا سره، ددغو سپکاویو په محکومیّت کې د یوزر یو سل څوارلس میټره اوږد طومار یاټوکر په امام الزمان علیه السلام صحن کې د مقدس حرم د زیارتوالو د لاسلیک لپاره لګول شوی دی.
دې ته په پام سره چې ددغه ټوکر یا طومار کابو اتیا فیصدي برخه دحسینی اربعیّن دمیلیوني لاریون د لارې په ۱۲۲۲ عمود کې واقع د اربعیّن په ترټولو لوي قرآني خیمې کې لګول شوی دی څو د صفرې د میاشتې په وروستیو شپو ورځو کې د اهل بیت علیهم السلام عزادار او مینه وال پخپلو لاسلیکونو سره دغه طومار بشپړ کړي.
ددغه طومار یا ټوکر یوه ځانګړنه دا ده چې د قرآن کریم ټول آیتونه د قرآن له هماغه پیله تر آخره پورې ددغه ټوکر په دواړو ځواؤ کې لیکل شوي دي چې یوسل پنځوس میټره د زیارتوالو د لاسلیک لپاره د حضرت بی بی معصومه سلام الله علیها په مقدس حرم کې کیښودل شوی دی.
ددغه طومار لاسلیک کول ، د مقدساتو د سپکاویو او ددغې موضوع دمطرح کیدا د مخنیوي لپاره د عملی او اغیزشیندونکو اقداماتو د ترسره یدا لپاره په نړیوالو ټولنو کې د زیاتره مسلمانانو د ملاتړ په پشتیبانۍ سره ترسره کیږي او پشپړول ئې ددښمنانو لپاره یو روښانه پیغام په ځان پسې لري.