ایکنا د پارس ټوډې په حواله خبر ورکوي چې، یادې ادارې ویلي، په نړۍ کې د خوړو لپاره اړتیا داسې مهال زیاته شوې چې د بشري مرستو لپاره بودجه په کمېدو ده.
د خوړو نړیوال پروګرام اجراییه مشرې «سینډي مککین» د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته ویلي، د بودجې د کموالي له امله، دغه اداره اړه شوې چې له میلیونونو کسانو سره د خوړو مرستې بندې کړي او دا لړۍ لا هم روانه ده.
یاد پروګرام پر ټوېټر پاڼه لیکلي، د بودجې د کموالي له امله، په افغانستان کې بشري مرستو ته له اړو ۱۳ میلیونه وګړو څخه دوی یوازې له درې میلیونه کسانو سره مرسته کوي.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د خوړو نړیوال پروګرام ویلي وو، چې په بېړنۍ توګه یو میلیارد ډالرو ته اړتیا لري چې په افغانستان کې خپلو بشري فعالیتونو ته دوام ورکړي.