IQNA

د یاددښت ورځ

د طالبانو د شتون له دوو کلونو وروسته د افغانستان بې برخلیکه وضعیّت

15:01 - September 04, 2023
د خبر لمبر: 3487902
ایکنا-( کابل) په اوسني وضعیّت کې تر څو طالبان د افغانستان په داخل کې ونه منل شي،  د دوي  نړیواله رسمیّت پيژندنه  هیڅ امکان نه لري او دې چارې  افغانستان  په یوه له ابهامه ډک او ځوړنده وضعیّت کې راوستی دی چې  داسې ښکاري،په دغو دوو کلونو کې  د افغانستان  دچارواکو لپاره څه خاص خبره  نه ده او  له دغه وضعیّته  ترټولو زیات تاوان هم یوازې ددغه هیواد ولس ته متوجه  دی.

پر افغانستان د طالبانو په حاکمیّت او قدرت ترلاسه کولو سره نوی دوران البته ددغه هیواد پر مظلوم ولس نهیلیتوب واکمن شو،چې  په افغانستان کې ئې د سولې او ثبات لرلید  له جدي شکونو او ابهاماتو سره مخامخ کړی دی.

طالبان د لومړنیو ژمنو په اپوټه، بیا بیا پخپلو قومي ،مذهبی،او جنسیّتي آپارټائيډډوله کړچارسره د یوه پټې سترګې حکومت په دغو دوو کلونو کې د خلکوغوښتنو ته بې توجه دی او په افغانستان کې دی وه ټولشموله حکومت دجوړولو په ضرورت د  ګاونډیو هیوادونو ،دنړۍ دنورو هیوادونو  او ملګروملتو  له بیا بیا ټینګار سره سره  ئې د  خپل نظر په اساس  د اسلامی امارت دولت  یو ټول شموله  حکومت اعلان کړی  چې ټول قومونه او ډلې ټپلې پکې شتون نه لري.

   د میرمنو د زده کړې  او دهغوي د کاروزګار منع کول او له میرمنو سره ډير سخت اوځيږ چلند ،د غیرپښتنو په اجباری ډول کوچول،له فارسي یا دري ژبې او دهغو زده کړې سره سخت مخالفت او د خلکو  شرعي حقوقو او آزادیو ته بې پروائي، په  تیرو دوو کلونو کې  د اسلامی امارت ثابت کړچارونه دي چې  د افغانستان راتلونکی ئې   له مخکې لازیات تورتم کړی دی.

افغانستان میں امریکی جنگ کے 20 برس - ایکسپریس اردو

البته طالبانو له امنیتی پلوه ډير زر د پولیسو،پوځ او استخباراتو په جوړولو سره توانیدلي دي پر حالاتو مسلط شي، او  له جرمنو او  ناکراریو سره د مبارزې له منظره،ئې په افغانستان کې د  مخکیني پړاؤ په نسبت   لاښه وضعیّت واکمن کړی دی چې  څرګند مثال ئې   دکوکنارو  له کښت او له نشه ایزو موادو قاچاق سره د مبارزې په زمینې کې  پریکنده سیاستونه دي، خو لکه څنګه چې  دغه  مثبت کړچار  د افغانستان د قومونو ،مذهبونو  او ډلو ټپلو ټولګې ته پر یوه ملی  او بې توپير نظر مشتمل  نه دی، د دوي بریاوې او  امتیازونه  د  ټول ولس په نصیب  نه شول او د حکومت او  ورسره د اړونده اوګارنونو لازیات غړي  د دوي خپلوان او همفکره کسان دي چې  له دغو بریالیتوبونو برخمن شوي دي.  

په اقتصادي حوزې کې هم  له څو میاشتنیو لړزانتیا او بې ثباتۍ وروسته په تیره بیا  داسعارو په بازارکې، اوس  دافغانستان  ملی کرنسۍ ارزښت په مناسب وضعیّت کې دی او په وروستیو میاشتو کې د انفلیّشن  اندازه  هم د حکومت په لازیات کنټرول کې ده او طالبان  توانیدلي دي و له مالیاتي او ګمرکي پلوه  لا ښه عایدات ترلاسه کړي. اقتصادي ثبات، په تیر یوه کال کې دافغانستان صادراتي وضعیّت هم ښه کړی ،البته په ټول کې  دغه مثبتې پيښې  نه دي توانیدلي ، دخلکو معیشتي وضعيّت  ښه کړي او د افغانستان زیاتره خلک هماغه شان له بې وځلۍ  او خوارځواکۍ سره لاس اوګریوان دي او بیروزګاري او د کارکسب  دفرصتونو نشتوالي ، د افغانستان د ولس لپاره بوږنونکي وضعیّت رامینځةکړی دی چې  د نړیوالو مرستو له دوام پرته به د خپل عادي ژوند د اداره کولو جوګه هم نه وي.

طالبان هم باید دې ټکي ته توجه وکړي ، چې  په نړیوال نظام کې د ځائيګي لوړتیا  د یوه ملی او ټولشموله کړچار دغوره کولو له لارې د داخلی رواوالي له ترلاسه کولو پرته ممکنه نه ده  او د اوسني وضعیّت دوام  دغه هیواد لازیات د بندون په شرائطو کې راولي چې له مخکې هم له دغه وضعیّته کړیږي.

https://iqna.ir/fa/news/4166577

captcha