ایکنا نیوز د The Nation له قوله راپور راکوي،د پاکستان د پنجاب هنری شورا(PAC) شورا له خوا د ځوانو هنرمندانو په وسیله د خوشنویسئنندارتون د وږي یا سنبلې د میاشتې په اتمه نیټه په پنډئ ښار کې پيل شوی دی ،په دغه نندارتون کې د اسلامی خوشخطۍ او اسلامی هنر نمونې دعامو خلکو نندارې ته وړاندې شوي دي .
د پاکستان د مشرانو جرګې یو استازي سناتور طلحه محمود چې ددغه نندارتون کتنه ئې کړې ، ووئيل،د قرآن له سورو او آیتونو سره په پیوند کې له خوشخطئ په ډير ښه ډول استفاده شوې ده.
هغه ددغه نندارتون په پرانیستونکو دستورو کې ووئيل،اسلام لیکنې ته ډیر زیات اهمیّت ورکوي.دا د قرآن کریم یوه معجزه ده چې مسلمانانو د اسلامی خوشخطئ په څير کم موندونکی هنر نړیوالو نندارې ته وړاندې کوي.انسان د قرآن کریم په آیتونو باندې په عمل سره په دنیا او آخرت کې آرامښت او سکون ترلاسه کوي.
د پاکستان د پنجاب هنري شورا یوه مدیر وقاراحمد هم په دغو دستورو کې ووئیل،د اسلامی خوشخطئ هنر معمولا د اسلامي کلتوري مشترک میراث لرونکو هیوادونو کې لیدل شوی دی .د قرآنی تعلیماتو په پيروئ سره انسان دنیاوي،اخروي،روحي او نفسیاتي آرامښت ته رسیږي.
ددغه نندارتون په پاي کې به درستو ځوانو هنرمندانو ته میډالونه هم ډالۍ شي.
دغه نندارتون چې پرون پرانیستل شوی دی تر سپا پورې به دوام ومومي.