IQNA

ایټمي صنعت په مختلفو برخو کې د ایران د پرمختګ کلی ده

16:44 - June 11, 2023
د خبر لمبر: 3487458
د اسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت آیت الله العظمی سید علی خامنه اي نن د هیواد ایټمی صنعت د پوهانو،متخصصانو،کارپيژاندو او مسئولانو په ټول کې د خلکو په ژوند کې د ایټمی پرمختګونو د اغیزو دملموس کیدا لپاره  پر هراړخیزو هڅو باندې په ټينګار سره ووئيل،دد ډير مهم ایټمی صنعت ځای کیدا د هغو  لویدیځ پالو د سپکاویو او د لویدیځ د ناکامۍ ښودنه کوي  چې په هیواد کې د کار او امید د  روحیې د کمزوري کولو او د ملت په  سپکاوي پسې  وو.

 حضرت آیت الله العظمی سید علی خامنه اي  پخپلې وینا کې په ایران کې د ایټمي وسلو  د تولید دویرې  په باب د لودیځ  ادعا تش دروغ وبلل او وې فرمائيل،پخپله دوي ښه پوهیږي چې  مونږ په ایټمي وسلو پسې نه یوو، هماغه شان چې د امریکا اطلاعاتي ټولنې د  وروستیو میاشتو پشمول څو ځله  په دغه واقعیّت اعتراف کړی دی چې  د ایټمی وسلو د جوړولو په لور د ایران د حرکت هیڅ نښه  نشته .

 د اسلامی انقلاب ستر لارښود ډل وژونکي وسلې (هغه که  ایټمی وسلې وي او کیمیائي وسلې)، داسلام مخالفې وبللې او زیاته ئې کړه ،  که دا د اسلامی اصولو په  اساس نه وائ او مونږ د ایټمي وسلو د تولید اراده لرلئ ، نو دا کار مو حتما کولو او دښمنان هم پوهیږي چې  د مونږ مخه  نشي نیولی.

 حضرت آیت الله العظمی سید علی  خامنه اي  د ایران د ملت له پرمختګ سره مخالفت ، د ایټمي صنعت د مخنیوي لپاره د دښمنانو پلمو جوړول وبلل او وې وئيل،  دغه صنعت  په مختلفو برخو کې د  هیواد او ملت د او څاره پرمختګ کِلي ده ، ددې په ترڅ کې چې دښمنان د ایرن د ملت  دپرمختګ رامینځةکونکي فکر او لارې څخه د  نورو ملتونو دبیلګه  اخستو څخه ویره لري.

دوي همداراز په دوام کې ووئيل، د ایټمي انرژۍ نړیوال آژانس او ایټمي لورو  په دغو کلونو کې ډیرې ژمنې  ورکړي دي چې  عملی شوي نه دي او  مونږ پوهه شوو چې په کومو کسانو باندې او چرته باؤر وکړو  او چرته باؤر ونه کړو،چې ددغې موضوع  درک کول د یوه ملت لپاره ډير مهم دي،هماغه  ډول چې دغې موضوع ته د بې پامۍ په خاطر ډیرو ځایونو کې مو ګوزار خوړلی دی  .

 د اسلامی انقلاب ستر لارښود ، په دنیا کې دود او په ټیټ ظرفیّت سره  دبټیو پر جوړولو کار ضروري وبالۀ او وې و ئيل، هیواد په مختلفو  برخو کې دغه ډول بټَیو ته ضرورت لري. .

دوي همداراز  په دې خبرې په ټينګار سره چې  دایټمي انرژۍ اداره  دمقابل لورو د سرزورو  غوښتنو او د حقیقت  خلاف  ادعاګانوپيټی  یو نَسي  زیاته کړه، نه د سرزورو غوښتې ومنئ او نه هم  وخت په وخت  ادعاګانې  او د حقیقت خلاف ډنډورې چې  مثلا وائي په فلاني وخت  تاسو فلانی کار کړی دی.

https://iqna.ir/fa/news/4147051

captcha