IQNA

د افغانستان حکومت له ټولو برخو کې له ایران سره بشپړ ملګرتیا ته تیار دی

6:53 - June 01, 2023
د خبر لمبر: 3487424
ایکنا-(تهران) د افغاستان د طالبانو د حکومت د روغتیائي چارو وزیر قلندر عباد ووئیل، بهرنیان باید د ایران او افغانستان په مناسباتو کې ګوتې ونه وهي او د افغانستان حکومت هیڅ داسې اراده او نیّت نه لري چې  ددواړو هیوادونو مناسبات او اړیکې تاوان وویني .

 ایکنا د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ، د افغانستان د طالبانو د حکومت د روغتیائی چارو وزیر قلندر عباد  پرون په کابل کې د ایران له مرستیال سفیر سید حن مرتضوي سره په کتنې کې ووئيل، د افغانستان دحکومت سیاست د ایران له اسلامی جمهوریت سره  د ملګرتیاپه اساس دی  او مونږ شپه ورځ   په ټولو برخو کې له ایران سره ملګرتیا ته   تیار یوو.

قلندر عباد ووئیل، بهرنیان باید د ایران او افغانستان په مناسباتو کې ګوتې ونه وهي او د افغانستان حکومت هیڅ داسې اراده او نیّت نه لري چې  ددواړو هیوادونو مناسبات او اړیکې تاوان وویني .

د افغانستان د طالبانو د حکومت د روغتیائی چارو وزیر  همداراز د ایران د اسلامی جمهوریت په وسیله د بامیانو  دروغتون د سنبالتیا او د انساني ځواک د روزنې هم قدرونه وکړه.

په کابل کې د ایران مرستیال سفیر سید حسن مرتضوی هم په دغې کتنې کې  د روغتیائي چارو  په زمینې کې د ایرا ن د اسلامی جمهوریت  توانمنیو ته په اشارې سره ووئيل،   ددواړو هیوادونو ترمینځ له موجوده ظرفیّتونو څخه په استفادې سره  په دغې برخې کې  مبادلاتو سویه تر پام وړ پورې زیاتیدلی شي. هغه ه مداراز  ووئیل،  د افغانستان په ختیځ  ننګرهار ولایت  کې د شوګر د  ناروغۍ د درملنې مرکز  چې  انساني ځواک  او پرسنلو ئې  په ایران کې روزنې لیدلي ، ډیر زر به پرانیستل شي.

 https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i133762  

captcha