ایکنا د ایران پریس له قوله راپور راکړ،د نیجریه د عالمانو د شورا مشر شیخ موسی تفاوا بلیوا له ایران پریس خبری آژانس سره په خبرو کې د حضرت امام خمیني د رحلت د کلیزې په مناسبت ووئيل، حضرت امام خمیني یو آئيډئيل شخصیّت درلود،او د نړۍ په سویه د حقیقي اسلام د دودیدا بیلګه ؤ.
د نیجریه د اهل سنت د عالمانو د شورا مشر ددې خبرې په کولو سره چې حضرت اما م خمیني د سوچه محمدي اسلام د دودیدا لپاره هڅه کړې ووئيل، دحضرت امام خمیني ژوند او د ایران اسلامی انقلاب، د اهل تسنن او اهل تشیّع ترمینځ د اسلامی وحدت او تفاهم یوه حقیقي نښه ده .
د نیجریه د اهل تسنن دغه لوي روحاني زیاته کړه ، امام خمیني دد مسلمانانو لپاره ښکاره کړه،دشیعه او سني اساس یو دی او په همدې سبب ئې د مسلمانانو پر اتحاد او یووالي ټينګار درلود.
د نیجریه د عالمانو دشورا مشر ووئيل، د نیجریه ځيني پخواني چارواکي د حضرت امام خمینی له لیدتو ګو متاثر شوي دي او په جنوبی افریقا کې له آپارټائيډ رژيم سره مبارزه هم د حضرت امام خمیني له لیدتوګو اغیزمنه وه. د نیجریه د اهل تسنن دغه لوي عالم همداراز ددې خبرې په کولو سره چې اسلامی انقلاب ډير ښه علمي پرمختګونه ترلاسه کړي دي، ټينګار وکؤ، افریقائي هیوادونه باید د حضرت امام خمیني له اسلامی نظامه بیلګه واخلي.