IQNA

امریکا دې پوهه شي نوره له ایران سره دعربستان اړیکې نه شلیدونکي دي

6:41 - May 17, 2023
د خبر لمبر: 3487347
ایکنا-(تهران) یوې نړیوالې سرچینې په یوې مقالې کې لیکلی دي،واشنګټن له دې وروسته باید هغې نوي جیوسټراټژیکې ارادې ته چې د ایران او عربستان موافقې په سیمې کې رامینځّةکړې ده ،د احترام په سترګه وویني،ځکه سیمه د تاؤتریخوالی دختمولو  او خپل مینځیو مشکلاتو د ختمولو په لور روانه ده او  له دې وروسته نوره  په سیمې کې  دخپلو بې پایه  ګوتوهنو لپاره  له دغه درز او نیمګړتیاؤ  استفاده نشي کولی.

ایکنا د تسنیم له قوله راپور راکړ،د عربستان لوړپوړو چارواکو له ایران سره د ایړکو په نوي والی کې د بیا کتنې لپاره عربستان ته د امریکا دلیږلو مختلفو پلاؤ غوښتو ته په ځواب کې د واشنګټن سپیرو غوښتو ته  دریاض په روښانه ځواب کې وئيلی دي چې دغه فیصله بیرته ستنیدونکي نه ده .

په راپور کې وئيل شوي دي،اساس میډیا خبری سایټ د خبرو سرچینو له قوله په یوې مقالې کې  لیکلی دي،د سعودی عربستان لوړپوړو مسئولانو د امریکا هغو پلاؤ ته چې په وروستیو اونیو کې ئې دغه هیواد ته پرله پسې سفرونه کړي دي ،په زغرده وئیلي دي، له ایران سره د اړیکو په ټينګیدا کې له خپلې فیصلې هیڅکله هم په شانه کیږي او خپل ځان د خپلو او دسیمې د ګټو په چوکاټ کې  په نړۍ کې له هر یو ه اقتصادي یا سیاسی قدرت سره په اړیکو کې آزاد  ویني.

په وروستیو اونیو کې امریکا له ایران سره  له اړیکو د عربستان د منحرفولو لپاره خپل  ډير استازی په هر هغه شکل سره چې حتی  هغه سپک اوبې شمه هم  ګڼل کیدلی شي ، عربستان ته لیږلي دي.

ددغې مقالې په دوام کې راغلي دي،واشنګټن  له دې وروسته باید هغې نوي جیوسټراټژیکې ارادې ته چې د ایران او عربستان موافقې په سیمې کې  رامینځّةکړې ده ، داحترام په سترګه وویني ،ځکه سیمه  د تاؤتریخوالی دختمولو  او خپل مینځیو  مشکلاتو دختمولو په لور روانه ده او  له دې وروسته نوره  په سیمې کې  دخپلو بې پایه  ګوتوهنو لپاره  له دغه درز او نیمګړتیاؤ  استفاده نشي کولی.

ددې مقالې په اساس واشنګټن باید ومني  چې  نړۍ بدله شوې ده او سیمه  هم د بدلیدا په حال کې د ه او په هغو فیصلو کې چې په ریاض کې ترسره کیږي،  دسترو قدرتونو  پروګرامونو ،غوښتو او ګروهنو  او دباؤنو اغیز شیندونو ته به هیڅ  توجه  ونه شي.  سیمې له واشنګټه ډیره زیاته فاصله  اخستې ده  او دا د سپينې م اڼۍ غلط سیاستونه  وو چې ددغه شان کړچار په رامینځةکیدا کې ئې اساسی رول لوبولی دی.

https://www.tasnimnews.com/fa/news/1402/02/26/2895839

captcha