ایکنا د The Nation،له قوله راپور راکړ،دغه درې ورځنی نندارتون د پنجاب صوبې د اطلاعاتو او کلتور د ادارې د سیکرټري علی نواز ملک په وسیله افتتاح شو.
ملک نواز لاهور د هنري شورا د اجرائي مدیرمحمد سلیم په شتون سره ددغې شورا د زحمتونو قدرونه وکړه او وې وئيل،خوشنویسي په دیني موضوعګانو کې له اساسی داهمیّته برخمنه ده.
د لاهور د هنری شورا اجرائي مدیر محمد سلیم ساغر ووئيل چې دغه نندارتون د لوي اسلامی کلتوری میراث ښودنه کوي.
هغه روښانه کړه،د لاهورالحمراهال،په ټولو اړخونو کې د اسلامی هنر د دودولو هڅه کوي. الحمرا مرکز تل د اسلامی تمدن،کلتور،هنر،خوشخطۍ او د درستې نړۍ د هنر په نورو حوزو کې دنورو مهمو موضوعګانو ملاتړ کړی دی .
د دغه نندارتون د پرانیستې په ورځ د مختلفو پرګنو ډيره زیاتو خلکو شتون درلود.د خوشخطۍ او نقاشۍ په دغه نندارتون کې د یوسل پنځوسو هنرمندانو کابو دوه سوه هنری آثار نندارې ته وړاندې شوي دي. دغه نندارتون به سبا یعنيڼ د اپریل په شلمه پاي ته ورسیږي.