ایکنا راپور راکړ،د ښاغلو په برخې کې د اردن هیواد دقرآڼ د نړیوالو سیالیو دیرشم پړاؤ د مختلفو هیوادونو د نمایندګانو په شتون سره دترسره کیدا په حال کې دی .
په دغو سیالیو کې د ایران د اسلامی جمهوریت د استازي په توګه د ټول قرآن کریم د حفظ په څانګې کې د خوزستان ولایت علی رضا سامري په دغو سیالیو کې ګډون ته لیږلی دی.
دغه سیالۍ د روژې دمبارکې میاشتې له شلمې نیټې راهسې پیل شوي دي او تر سبا پورې به دوام ولري
د ایران د اسلامی جمهوریت استازي د تیرې پنجشنبې په ورځې تر لسو دقیقو پورې خپل تلاؤت وړاندې کړ او د قاضیانو پنځو واړو پوښتنو ته ئې ځوابونه ورکړل.