ایکنا د آناتولي خبری آژانس له قوله راپور راکړ، د اسلامی ملګرتیا موسیسې عمومی منشي حسین ابراهیم طاها ددغې شورا د خارجه وزیرانو د نهه څلویښتمې غونډې په څنډې کې چې د موریتانیا په پلازمینې نواکشوط ې ترسره شوي، د جمواو کشمیر په باب داسلامی ملګرتیا موسیسې له تماس ډلې سره وکتل.
ابراهیم طاها د خپل برخلیک د ټاکنې حق ته د لاس رسي لپاره د جمو او کشمیر له خلکو څخه داسلامی ملګرتیا موسیسې د ملاتړ په ښودلو سره پر نړیوالې ټولنې غږ وکړ، ددغه مشکل دحل لپاره دې هلې ځلې زیاتې کړي.
دتماس ډلې د اسلامی ملګرتیا موسیسې د غونډې په پایزې اعلامیې کې د جمو کشمیر له خلکو د پر خپل ملاتړ په ټينګار سره د ملګروملتو د امنیت شورا دپریکړه لیکونو په اساس په سیمې کې د شخړې د سوله ایز حل غوښتنه ووکړه.
په دغې اعلامیې کې له هنده غوښتل شوي دي څو د جمو اوکشمیر د خلکو لومړنیو حقوقو ته دې د احترام په سترګه وګوري او د لانجمنې سیمې د نفوسی جوړښت په هرډول بدلولو کې دې له اقداماتو ډډه وکړي.