ایکناخبری آژانس د الرائ له قوله راپور راکړ، دغه سیالۍ د کب یا هوت د میاشتې په دیارلسمه مازدیګر د اردن د ملکې میرمن رانیا عبدالله په څارنې سره او د اردن او د ایران پشمول د ۳۹هیوادونو داستازو په شتون سره کار پیل کړ او د مارچ تر نهمې نیټې پورې به دوام ولري.
د اردن د اوقافو و د اسلامی مقدساتو د چارو وزیر محمد الخلایله ددغو سیالیو په پرانیستونکو دستورو کې ووئيل،د قرآن د حفظ سیاۍ د قرآني فعالیتونو او دقرآن حافظانو ته داردن داهتمام لپاره ترسره شوي دي.
هغه زیاته کړه،اردن هماغه شان د قرآن دحافظانو او قرآن کریم ته د اهتمام لپاره ګامونه پورته کوي او خپل درست امکانات ئې په همدې خاطر کارولي دي.
الخلایله همداراز روښانه ړه، په اردن کې ددغه هیواد اوقافو وزارت سره اړونده د قرآن د حفظ دوه زره سل مرزونه فعال دي او دا پر هغو قرآني ټولنو سربیره دي چې په دغه هیواد کې د قرآن په زده کړو بوخت دي.
ددغه راپور په اساس، په دغو سیالیو کې ترټولوزیاتې ګډون کونکې میرمنې د فلسطین، او د اردن ګاونډیو عربو هیوادونو استازې دي او دایران،انډونیشیا،پاکستان،فیلیپین،ترکیې،هندوستان،ساحل عاج،نیجر اوتانزانیا په څير دهیوادونو استازي هم په دغو سیالیو کې شتون لري.
دغه سیالۍ د کب یا هوت د میاشتې تر اتلسمې نیټې پورې دوام لري او برلاسه کسانو ته به په پایزو دستورو کې نغدې جایزې او میډالونه هم ورکړل شي.
https://iqna.ir/fa/news/4126114