IQNA

د قران د نړیوالو سیالیو په حوزې کې د ایران له تجروبو پاکستان استفاده کوي

6:47 - February 27, 2023
د خبر لمبر: 3486960
ایکنا-(تهران) د پاکستان په لاهور کې دایران د کلتوري خونې مسئول  د پنجاب صوبې ددینی چارو او اوقاف د  وزارت له عمومي مدیر سره په کتنې کې په پاکستان کې د قرآني سیالیو دترسره کیدا او په دې زمینې کې د ایران له تجروبو د استفادې  لارې چارې وارزولې.

ایکناخبری آژانس له لاهور ه راپور راکړ، د پاکستان په لاهور کې د ایران د کتلوري خونې مسئول جعفر برلاس او د پنجاب صوبې د اوقافو او دیني چارو د وزارت  عمومی مدیر طاهر رضا بخاري د  کلتوری  لارو چارو په باب دن ظر تبادله او خبرو تر څنګ د قرآني لارو چارو په مختلفو زمینو کې د دوو اړخیزو اړیکو پر پراختیا هم ټينګار وکړ.

دواړو لورو  په دغې کتنې کې د کلتوری ملګرتیاؤ په تیره بیا د کلوري مبادلاتو او نندارتونونو د فعالیتونو په زمینې کې د لازیاتې پراختیا د لارو چارو په ارزونو سره ،په قرآني او کلتوری چارو کې د دوو اړخیزو مشترکو ملګرتیاؤ د پراختیا او ژورتیا لپاره خپل چمتووالی اعلان کړ.

جعفر روناس، مسئول خانه فرهنگ سرکنسولگری ایران در لاهور پاکستان

د ایران د کلتوری خونې مسئول جعفر برلاس  په دغې کتنې کې د پنجاب صوبې ددیني چارو او اوقافو د وزارت په نوي څوکۍ د هغه د منصوبیدا په باب په مبارکۍ وئيلو سره  هغه ته سره د یوه قراني هنرمند په تهران کې دقراني هنرونو په نړیوال نندارتون کې د ګډون لپاره بلنه  هم ورکړه.

جعفر  روناس همداراز د روژې دمبارکې میاشتې په شپو ورځو کې د قرآني پروګرامونو د اجرا لپاره په لاهور کې د حمد و ثناء یا  د تواشیح  ډلې دشتون خبر هم ورکړ او وې وئيل، لاهور ښار ته به د قرآني ډلې سفر چې د پاکستان کلتوري زړه حسابیږي،د دوو اسلامی  وروڼو هیوادونو ترمینځ د قرآني م لګرتیاؤ دپراختیا سبب شي.

بهره‌مندی پاکستان از تجربیات ایران در حوزه مسابقات بین‌المللی قرآن

د  ایران په ملګرتیا سره په پاکستان کې د قرآن د نړیوالو سیالیو ترسره کیدا، د پنجاب صوبې د اوقافو دو زارت  له عمومي مدیر سره د ایران د کلتوري سلایار  د لیدو کاتو یو بل چورلیز ؤ چې وټاکل شوه ،د ایران د کلتوري خونې له لارې د پنجاب صوبې د اوقافو او دیني چارو  وزارت ته  ددغو سیالیو د اړتیا وړ تجروبې  وسپارل شي.

https://iqna.ir/fa/news/4124572/%D8

captcha