ایکناخبری آژانس راپورراکړ، د ایران د اسلامی انقلاب د ۴۴کلیزې په مناسبت په درست ا یران کې میلیوني او حماسي لاریونونو یو ځل بیا وښودله چې د استکباري دښمن دسیسې هیڅکله هم نه مني او له خپلو آرمانونو او آئيډیالونو سره هماغه شان وفاداره دي او پخپلو وینو سره د اسلامی انقلاب دغه لویه وَنه هماغه راز خړوبوي.
راپورونه ښئ چې د ایران پشمول په درستې نړۍ کې د اسلامی انقلاب د ۴۴کلیزې په مناسبت دستورې جوړې شوي دي او له خپل آئيډئيل سره ئې میثاق نوی کړی دی. په همد مناسبت د پاکستان افغانستان او ځینو نورو هیوادونو په لسګونوښارونو او ښارګیو کې ولولناکې دستورې له پرون راهسې دوام لري او په دغوټولو دستورو کې د اسلامی انقلاب مینه والو یو ځل بیا ؛سرام فرمانده ؛سرود چې په مختفو ژبو ژباړل شوی او نندارې ته وړاندې شوي دی ، انګازې وکړې.
د پاکستان د پاره چنار ښار پشمول په زیاترو ښارونو کې دغه شان دستورې جوړې شوي او دغه سرود وړاندې شوی دی.د تاسو خوږو مینه والو په خدمت کې یو ځل بیا په پښتو ژبه وړاندې شوی ؛سلام فرمانده ؛سرود وړاندې کوو .