IQNA

د افغانستان په مخلتفو سیمو کې د حضرت امام علی(ع) د میلاد جشنونه جوړ شوي دي

6:55 - February 06, 2023
د خبر لمبر: 3486861
ایکنا-(تهران) دافغانستان دکابل پشمول په مختلفو سیمو کې د طالب چارواکو په ګډون سره دحضرت امام علی علیه السلام د نیکمرغه زوکړې دستورې په پرتم سره لمانځل شوي دي.

ایکناخبری آژانس د  ایرنا له قوله راپور راکړ، د افغانستان په کابل ،هرات،کندهار،مزارشریف،غزني،بامیان او ځينو نورو سیمو کې د حضرت امام علی علیه السلام د نیکمرغه میلاد په مناسبت ولولناکې دستورې ترسره شوي دي.

په راپور کې وئيل شوي دي  په کابل  او ځينو نورو ډيرو ځایونو کې په دې مناسبت  په دستورو کې لوړپوړو طالب چارواکو هم ګډون کړی  او د مومنانو د امیر  دعظمت او ځانګړنو په باب ئې ویناوې کړي او خلکو ته ئ سپارښتنې کړي چې د  حضرت امام علی  له ژونده په درس اخستو سره دې  له مینې او عشقه  ډک  ګډ ژوند وکړي او دخپلو ګاونډیانو او  اړمنو خلکو سره دې مرستې وکړي.

https://www.irna.ir/news/85019969/% D8%    

captcha