ایکناخبری آژانس دفلسطین الیوم له قوله راپور راکړ،د فلسطین یوه ۲۱کلن اتل ځوان شهید خیری علقم بیګا په یولړ شهادت غواړوعملیاتو کې چې په نیواکي قدس کې ئې د بنی یعقوب کوڅې سره نزدې ترسره کړي ،اته صهیونیسټان هلاک او کابو دیارلس نور ټپیان کړي چې وئیل کیږی،لس نور هم پکې مرګي حاله دي.
ددغه ځوان فلسطیني شهادت غواړو عملیاتو د صهیونیسټي چارواکو او صهیونیسټ میشته ښارګوټو خوبونه ورک او دوي ئې شوکه کړي دي،په داسې حال کې چې په دغو شهادت غواړو عملیاتو کې اته صهیونیسټان هلاک او دیارلس نور سخت ټپيان شوي چې وئيل کیږي ،زیاتره پکې مرګي حاله دي .
داپه داسې حال کې دي چې له ۲۴ ساعتونو په کم وخت کې نن سهار بیا هم د نیواکي ټاټوبو په سلوان سیمې کې یوه بل فلسطیني ځوان شهادت غواړي عملیات ترسره کړي چې په نتیجې کې ئې دوه صهیونیسټان سخت ټپیان شوي چې دواړه مرګی حاله راپور شوي دي.البته د وحشي صهیونیسټي پوځیانو په ډزو کې دغه فلسطینی ځوان هم شهید شوی دی.
ددغو دواړو عملیاتو په اړه ځيني ویډیوئي کلیپونه ستاسو خدمت ته وړاندې کیږي.