IQNA

د فلسطین موضوع هماغه راز د اسلامی نړۍ لومړنۍ مسئله ده

7:24 - January 15, 2023
د خبر لمبر: 3486751
ایکنا-(تهران)د ایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان سوریې ته د سفر په دوام کښې تیره شپه په دمشق کښې د فلسطیني مقاومت د مختلفو ډلو له مشهورو غړو او چارواکو سره دوستانه ملاقات او خبرې اترې وکړې.

ایکناخبری آژانس د پارس ټوډې له قوله راپورراکړ،د ایران د بهرنیو چارو وزیرحسین امیر عبداللهیان د فلسطیني مقاومت د مختلفو ډلو له یوشمیر غړو او چارواکو سره په کتنه کښې وویل: فلسطین او قدس شریف لاهم د اسلامي نړۍ وړومبۍ موضوع ده

حسین امیر عبداللهیان سوریې ته د سفر په دوام کښې تیره شپه په دمشق کښې د فلسطیني مقاومت د مختلفو ډلو له مشهورو غړو او چارواکو سره دوستانه ملاقات او خبرې اترې وکړې.

امیر عبداللهیان په دغې کتنې کښې زیاته کړه: فلسطین او قدس شریف لاهم د اسلامي نړۍ اوله موضوع ده او تر څو پورې چې د فلسطین ولس د قدس شریف په پلازمینه توب د فلسطین په ټول تاریخي ټاټوبي کښې د فلسطین حکومت جوړ نه شي، فلسطین به د اسلامي نړۍ اوله مسئله وي.

هغه د سوریې په پلازمینې کښې د فلسطیني مقاومت د ډلو له جګ پوړو مسئولانو سره دغه غونډه د فلسطین د ملاتړي چورلیز د لازیات یووالي نښه وبلله.

https://parstoday.ir/ps/news/middle_east-i126224

captcha