IQNA

په مصر کې دقرآن او انجیل په قرائت سره د کریسمس جنشن ترسره شو

16:25 - December 26, 2022
د خبر لمبر: 3486657
ایکنا-(تهران) د مصر د بنی سویف ولایت په ؛التوفیق؛ ښونځي کې د قرآن کریم او انجیل په قرائت سره د حضرت عیسی مسیح (ع) د نیکمرغه میلاد په مناسبت جشن ترسره شو.

ایکناخبری آژانس دالمصري الیوم له قوله راپور راکړ،دغه  دستورې د زده کونکو له خوا د ښونځي د سهار په دستورو کط د قرآن او انجیل په قرائت سره یو ځاي وې او په دې کې له بابا نوئل سره  یو کس شتون درلود او د ښونځي له مسئولانو او زده کونکو سره ئې عکسونه  هم واخستل.

بابانوئیل سره  له ځان سره یوه ټانګه هم درلوده چې په هغه کې ئې د غبارو،ساعتونو او میټایانو پشمول ډالۍ  کیښودلې وې او دغه  ډالۍ ئې په ماشومانو کې وویشلې.

په دغو دستورو کې هنري پروګرامونه، سرود او یوه ډرامه هم اجرا شوه او په دوام کې د انجونو او هلکانو  نامې چې د قرآن کریم د تلاؤت په سیالیو کې ئې روتبه ترلاسه کړې وه،او د؛مزامیر؛(د مسیحیّت د سرود او دعا کتاب)د حفظ د سیالۍ ترټولو غوره کسان اعلان  شوي او د مصر په قبطي(مسیحیانو)او مسلمانو زده کونکو ستاینه او قدرونه وشوه.

 

https://iqna.ir/fa/news/4109732/%

captcha