IQNA

د حضرت عیسی مسیح(ع)نیکمرغه زوکړه دې پر ټولو بختوره وي

15:36 - December 25, 2022
د خبر لمبر: 3486652
ایکنا-(تهران)د  ایکنا خبری آژانس درست کارکونکي هم د حضرت عیسی مسیح(ع) د نیکمرغه میلاد مناسبت درستو موحدانو ته ددغې نیکمرغه ورځې په مناسبت له پاک خدايه نیک او بریالی ژوند او سلامتیا غواړي.

ایکناخبری آژانس راپور راکړ،د ایران د اسلامی شورا مشر محمد باقر قالیباف ووئيل د حضرت عیسی مسیح(ع) دنیکمرغه زوکړې کلیزه ددرستې نړۍ موحدانو، انسان دوست او حقیقت پالو ته دې نیکمرغه وي.

ددسمبر پنځه ویشتمه نیټه د حضرت عیسی علیه السلام د نیکمرغه زوکړې کلیزه ده چې په درستې نړۍ کې ئې موحدان  او په تیره بیا مسیحیان دنیکمرغه میلاد په مناسبت جشنونه لمانځي. حضرت عیسی مسیح چې په قرآن کریم کې  په روح ا... نامې سره یاد شوی د حضرت مریم بی بی (ع) زوی دی.د نړۍ مسیحیان ددغه لوي الهي پیغمبر  د زوکړې په دغه نیکمرغه ورځ ځانګړي دستورې جوړوي  چې په کورونو کې د شنې سرَؤؤ  وَنې  لګول ، د ټولو لپاره یوترټولو دودو جشنو دی. نوی کال په ټولو هیوادونو کې  په میلادي  کال پيژندل کیږي او دجنورۍ له لومړۍ نیټې پيلیږي.

د ایران د اسلامی شورا مشر محمد باقر قالیباف نن د پارلیمان له غونډې پيلیدا مخکې پخپلې وینا کې  ووئيل، د مهربانئ او  رڼا د پيغمبر حضرت عیسی مسیح(ع) دنیکمرغه زوکړې  رارسیدا دې پر ټولو موحدان،، انسان دوستانو او حقیقت پالو  په تیره بیا زمونږ دوطنوالو  مسیحیي آشوریان او کلانیانو ته نیکمرغه  اوبختوره وي.

د  ایکنا خبری آژانس درست کارکونکي هم په دې مناسبت درستو موحدانو ته ددغې نیکمرغه ورځې په مناسبت له پاک خدايه نیکې هیلې او سلامتیا غواړي.

https://iqna.ir/fa/news/4109402/%D

captcha