IQNA

په الاقصی جومات کې د قرآن د ختم وقفی پلان اجرا شو

16:17 - December 12, 2022
د خبر لمبر: 3486587
ایکنا-(تهران)؛المصطفی؛نومې د قرآن د ختم وقفي پلان  پرون په الاقصی  جومات کې د اردن د پاچا په بلنې سره ترسره شو.

ایکناخبری آژانس د samanews.ps، له قوله راپور راکړ، د فلسطین د کورواکه تشکیلاتو  مشر محمود عباس ددغه پلان په پرانیستونکو دستورو کې شتون درلود او د الاقصی  دجومات مصحف یوه نسخه ئې د اردن پاچا دوهم ملک عبدالله ته ډالۍ کړه.

هغه د اردن له پاچا سره په کتنې کې د دغه ارزښتمن اقدام په خاطر دهغه په قدرونې سره ووئيل،د المصطفی قرآن مرکز د قرآن دختم وقفي پلان به،په الاقصی جومات کې د مسلمانانو د شتون له پیاوړتیا سره مرسته وکړي.

همداراز په دغو دستورو کې په دیني چارو کې او د اسلامی اړیکو په چارو کې د کورواکه تشیکلاتو دمشر سلاکار  او د فلسطین قاضی القضات محمود الهباش ، دډيپلوماټيکو اړیکو سلاکار مجدي الخالدي او په اردن کې د فلسطین سفیر عطاالله خیري هم شتون درلود.

دوستانو په دوام کې د محمود عباس او د اردن دپاچا دوهم ملک  عبدالله په شتون سره د المصطفی د قرآن د  ختم وقفي پلان  دپرانیستونکو دستورو په باب یو لنډ شان ته ویډیوئي کلیپ هم ستاسو خدمت ته وړاندې کیږي.

https://iqna.ir/fa/news/4106340/%D8

captcha