ایکناخبری آژآنس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ،د ایران خارجه وزیر له خپل ایټالیائي همڅنګ سره په ټيلیفوني تماس کې روښانه کړه،که اروپائي اتحادیه وغواړي،په دوه ګوڼي چلند سره،ناسنجول شوی اوبیړناک اقدام وکړي،نو باید د ایران د اغیزشیندونکي اوسخت ځواب په تمه دې ووسي .
په دغو خبرواترو کې له دوواړخیزو مناسباتو ،د بندیزونو دختمونکو ایټةي خبرواترو، په ایران کې د وروستیو پیښو او د ایران په داخلی بدلونونو کې د بهرنیو دلاسوهنو او دبلواګرو د ناوړه استفادې سره داړونده موضوعګانو په باب بحث او دنظر تبادله وکړه.
امیرعبداللهیان په دغو ټيلیفوني خبرو کې ووئيل،اسلامی ایران په ډيموکراسۍ باندې په عملی اعتقاد سره،تل د خلکو د سوله ایزو غوښتو ته توجه کړې ده.هغه زیاته کړې،په وروستیو پيښو کې د بهرنیو لاسوهنې ،منظم شوي عوامل او ترهه ګرو،د خلکو سوله ایز اعتراضونه،د تاؤتریخوالي ،بلواؤ او د خلکو د وژلو په لور کاږلي او بې ګناه امنیت ساتونکي او پولیس ئې وژلي دي.
هغه په ډاګه کړه ، د په وروستیو پيښو کې د ځينو اروپائي چارواکو په لاسوهنو او دریځونو خپه یوو او که اروپائي اتحادیه وغواړي ، په دوه ګوڼي چلند سره کوم بیړناک او ناسنجول شوی اقدام وکړي ، نو باید د ایران د اسلامی جمهوریت د متقابل او اغیز شیندونکي او کوټلي اقدام په تمه دې هم ووسي.
د ایټالیا خارجه وزیر هم په دغو ټيلیفوني خبرو کې ووئيل، له اسلامی ایران سره درابطې لپاره ډير اهمیّت ته قایل یوو او دجامعې نړیوالې ایټمي موافقې کې یوې تل پاتې موافقې ته په رسیدا کې د ایران دهلوځلو کلک ملاتړ کوو.