ایکناخبري آژانس راپور ورکړ،د اوقافو او خیریه چارو د ادارې د قرآنی مرکز ،دقرآن دعالی شورا او درهبرۍ د بعثې په مشارکت سره به په هغو موکبونو کې چې د نجف ،کربلا او د حسینی اربعین د لاریون په لارو کې د الحشد الشعبی ولسی او مبارز ځواک په همت سره جوړ شوي، درې زره ټوکه قرآنونه ډالۍ شي.
دغه قرآني نسخې د مقاومت د شهدیانو شهیدجنرال قاسم سلیماني او شهید ابومهدي المهندس په یاد او درنښت کې ډالۍ شوي دي.
د حسیني اربعیّن دکمیټې دکلتوري اوروزونکي برخې دقرآني ډلې مسئول سید محمد موجاني په یولړ څرګندونو کې ووئيل، د تهران دشهردارۍ په مشارکت سره ، په نقاشۍ،رنګي قلمونوا و پنسلونو،جائ نمازونو ،تسبیح ،پيکسل او د لوبو په شیانو مشتمل لس زره فرهنګی پيکیجونه برابر شوي چې د کاروان نور د قاریانو له خوا به په قرآني محفلونو کې په ګډون کونکو زیارتوالو وویشل شي.