په قران کریم کښې راغلي دي : وَأَقِيمُوا الصَّلَاةَ وَآتُوا الزَّكَاةَ وَارْكَعُوا مَعَ الرَّاكِعِينَ»(بقره /۴۳) دا چې ټینګار شوی دی «وَارْكَعُوا مَعَ الرَّاكِعِينَ»
د جماعت یعني په جمع د لمانځه د ترسره کولو سپارښتنه شوي ده .
د لمانځه په ارتباط بیلابیلې سپارښتنې شوي دي چې یوه(۱)تر ټولو مهمه یې د جماعت په بڼه د لمانځه ترسره کول دي .
د جماعت یعني په ګډه د لمانځه ترسره کولو د اهمیت په هکله زیات ټکي مطرح شوي دي چې ځینو ته یې اشاره کوو :
د جماعت د لمانځه د ترسره کولو یوه(۱) ګټه د نورو خلکو له مشکلاتو خبریدل دي .
مسلمانان د جماعت د لمانځه د ترسره کولو په څنګ کښې له یوبل سره خبرې کوي او د یوه بل له حالاتو خبریږي او که چیرې وکولای شي نو د یوه بل مشکلات حل کوي .
د جماعت د لمانځه مهمې ځانګړتیاوې ډله ییزه دعا ده .
کله نه کله دعا کونکی یو(۱) تن دی ، خو امین ویونکي زیات دي .
د روایتونو پراساس ډله ییزه دعا قبلیدا ته لا نږدي ده ؛ په دې سربیره د مومن لپاره د بل مومن دعا ډیر ثواب او برکت لري .
د جماعت په لمانځه کښې کسان په یوه (۱)صف کښې ودریږي او هیڅوک په بل باندې برترۍ نلري ؛ټول د یوه مسلمان په توګه د جماعت د لمانځه په صف کښې دریږي او د خدای پاک ج له عبادت پرته بل هیڅ هدف نلري او ټول د خدای د بندګانو په توګه د یوه(۱) بل په څنګ کښې دریږي .
دغه چاره د مومنانو لپاره د صمیمیت او د دوستۍ د زیاتیدا او د مومنانو ترمینځ د دوستۍ د ډیریدا سبب کیږي .
په دې سربیره د څنګ ته کیدا او د فردګیرۍ د روحیې د له مینځه تلو او له غرور او ځان منمۍ سره د مبارزې سبب کیږي .
د اسلام ګران پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه واله وسلم د جماعت د لمانځه ترسره کول له جهنم او نفاق څخه د لیرې کیدا وسیله معرفي کړي ده او فرمائیلي یې دي :« څوک چې څلویښت (۴۰) ورځې د جماعت لمونځ ترسره کړي ، خدای هغه له نفاق او د جهنم له اور څخه لیرې ساتي ». ( اسرار الصلوه غزالي ، ص ۴۳)