IQNA

په پاکستان کې له بهره تپلی،پيّلی تالی څټی حکومت نه منم

15:09 - April 09, 2022
د خبر لمبر: 3485655
تهران (ایکنا) –د پاکستان لومړي وزیر او د امریکائي استعمار کلک مخالف عمران خان خپل ولس ته په خطاب کې وویل چی په اسلام اباد کې د امریکا ډیپلوماټانو په پټه د پارلیمان له استازو سره لیدکاته کړي دي .

ایکناخبري آژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ، د پاکستان  لومړی وزیر وزیر عمران خان له خپلو پلویانو وغوښتل د راتلونکو پيښو او دسیسو په ضد دې راپوره شي او خپل اعتراض او کرکه دې نندارې ته وړاندې کړي.

د پاکستان لومړي وزیرعمران خان وایی چې د امریکا له لورې له واکه لېرې کېږي.ده وویل چی په اسلام اباد کې د امریکا ډیپلوماټانو په پټه د پارلیمان له استازیو سره کتنې درلودلي دي .عمران خان دا هم ویلی دي چی مونږه د چا غلامان نه یو .

عمران خان تېره اونۍ هم، مخکې تر دې چې له ولسمشر څخه وغواړي چې پارلمان منحل کړي، دې ته ورته ادعا کړې وه.

د پاکستان سترې محکمې د پارلمان د منحل کېدو په اړه د ولسمشر پرېکړه رد کړه ځکه چې عمران خان هغه مهال د پارلمان د منحل کېدو غوښتنه وکړه چې په پارلمان کې یې اکثریت له لاسه ورکړ او هرو مرو سلب اعتماد کېدو.

خو عمران خان ملت ته په وینا کې وویل چې له سلب اعتماد کېدو وروسته به د پارلمان د غړیو په اکثریت نوی جوړېدونکی حکومت ونه مني او له خپلو پلویانو غواړي چې د یکشنبې په ورځ ماسخوتن مهال د اعتراض په دود واټونو ته راووځي.

عمران خان همداراز وویل، د پاکستان سفارت په اسلام اباد کې د بهرنیو چارو وزارت ته د امریکا پټ اسناد رالیږلي چې پر اساس یې امریکا غواړي دی له واکه ګوښه کړي.

ده زیاته کړه، یوه امریکايي چارواکي په واشنګټن کې د پاکستان سفیر ته ویلي و چې عمران خان باید روسیې ته نه وای تللی.

د عمران خان په وینا دغه امریکايي چارواکي د پاکستان سفیر ته په پارلمان کې د عدم اعتماد موضوع هم وریاده کړې وه.

https://parstoday.com/ps/news/pakistan-i114514

captcha