IQNA

د روژې مبارکه میاشت دې پر ټولو مسلمانانو مبارک وي

15:55 - April 02, 2022
د خبر لمبر: 3485631
تهران (ایکنا) – د ملګروملتو سرمنشي آنتونیو ګوتریش دقرآن کریم د الحجرات سورې د  دیارلسم آیت په استناد سره د روژې د مبارکې میاشتې رارسیدا په مناسبت د نړۍ درستو مسلمانانو ته مبارکي ووئيله .

ایکناخبری آژانس د آناتولی له قوله راپور راکړ،د ملګرو ملتو سرمنشي آنتونیو ګوتریش  په یوه ریکارډ شوي ویډیوئي پیغام کې ووئيل ،د  درستې نړۍ مسلمانانو لپاره چې د روژې مبارکه میاشت ئې پیل کړې ده ، تر ټولو ښه هیله لرم .

هغه زیاته کړې ده ، د روژې میاشت د مهربانۍ ،تامل ،یادونې میاشت ده او له یوه بل سره د دلیدوکاتو او نرمښت او د ارتباط د لوړتیا لپاره یو فرصت دی .

آنتوګوتریش  په دغه ویډیوئي پیغام کې ووئيل ،هره میاشت مې دا ویاړ درلود، چې یوه اسلامی هیواد ته سفر و وکړم او له مسلمانانو سره په پیوستون کې روژه ولرم  او له خلکو ئې افطار کړم .خو له بده  مرغه کرونائي بحران  دا کار ناممکن کړ ، خو خوښ یم چې سږکال دغه دود بیرته ترسره کولی شم . 

د ملګرو ملتو سرمنشي روښانه کړې ده ،د مصیبتونو او کړاؤنو  په دغه پړاؤ کې  مو زړه او فکر له هر هغه کس سره دی چې په جنګ ،ویرې او کډوالۍ کې ژوند کوي .هغه  په دوام کې د الحجرات سورې د دیارلسم آیت ؛«يَا أَيُّهَا النَّاسُ إِنَّا خَلَقْنَاكُمْ مِنْ ذَكَرٍ وَأُنْثَى وَجَعَلْنَاكُمْ شُعُوبًا وَقَبَائِلَ لِتَعَارَفُوا:  (ائ خلکو!ما تاسو له یوه سړي او یوې ښځې راوپنځولئ او تاسو مو په ملت ملت او قبیلې قبیلې کې وګرځولئ څو  له یوه بل سره متقابله پيژندګلوي ولرئ )په استناد سره ووئيل ؛خداي تعالی  مونږ  په امتونو او قبیلو کې پنځولي یوو څو یو بل وپيژنو .

هغه دخپل ویډیوئي پیغام په پاي کې یو ځل بیا د روژې دمبارکې میاشتې درارسیدا په باب په مبارکۍ وئيلو سره  ووئيل ، راشئ  له یوه بله زده کړو او  پخپلو کې یوه له سولې ډکه نړۍ جوړوه کړو.

https://iqna.ir/fa/news/4046093/%D

captcha