IQNA

په پاکستان کې لانجمن تعلیمی نصاب نه منو یوازې یوه خوله قومي نصاب دمنلو دی

8:05 - March 22, 2022
د خبر لمبر: 3485574
تهران(ایکنا)-  د پاکستان  الوفاق المدارس الشیعه ټولنې  مشر په لاهور کې په یولړ څرګندونو کې ووئيل له ساینسي علومو سره سره بادې پر دینی تعلیماتو هم توجه وشي او متفقه قومي نصاب په ښونیز نظام کې دود شي  .

ایکناخبری اژانس  اردو څانګې راپور راکړ ، د پاکستان د الوفاق المدارس الشیعه ټولنې  مشر حجةالاسلام  حافظ ریاض حسین  نجفي پرون په لاهور کې  په یوه کنفرانس کې پخپلې وینا کې د ښځينه محصیلینو ته د ښونځیو اومدرسو له خوا د ښو ښونو په قدرونې سره  ووئيل ،  له نورو ساینسي علومو سره  یو ځاي  باید د قرآن اوحدیث پر زده کړې هم توجه وشي  . همداشان پر اسلامی عقایدو او اخلاقو ښه کولو  سره مونږ د رتلونکي نسلونه ښه اوغوره مسلمان په توګه روزلی شو .

 علامه صیب د  لاهور په جامعةالمنتظر دینی مدرسې کې په  کنفرانس کې پخپلې وینا کې په پاکستان کې په یو پلویز تعلیمي نصاب په ردولو سره  ووئيل  په پاکستان کې تعلیمي نصاب هاله  دمنلو وړ دی چې قومي او ملی یوووالی  ولري  او لانجمن تعلیمي نصاب هیڅکله هم دمنلو وړ نه دی  او مونږ  یوازې  هغه نصاب منو چې د قومي یووالي او ددینی اتحاد او  انسجام  لامل کیږی .

دغه لوي دیني عالم همداراز ووئيل ، په مدرسو او ښونځیو کې  محصیلین  له مونږ سره امانت دي او ښونه اوروزنه  ددرستو استاذانو او عالمانو درنده دنده ده  څو  دوي د خلکو لارښونې وکړي  او دغه راز  هیواد د پرمختګ په لور بوځي  که  چیرې  په ښونځیو او پوهنتونو کې لانجمن نصاب تدریس کیږي ،نو هیڅکله هم د هیواد پرمختګ او د راتلونکي نسلونو دیووالی او انسجام تمه نشي کیدلی ، نو ځکه د پاکستان له حکومته غواړو ، چې په هیواد کې دې  قومي اوملی تعلیمي نصاب دود کړي او له یو اړخیز او تفرقه او درز اچونکي نصابه دې ډډه وکړي .

 https://iqna.ir/ur/news/3511546/متناز

captcha